لید لوری، مأموریت او موخې
لیدلوری:
د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځی غواړي چې د تدریس، څېړنې او د علمي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې په ملي او نړیوالې کچه د یوه ممتاز، معیاري او اغېزمن بنسټ په توګه وپېژندل شي، او د ځمکنیو علومو په ډګر کې د یوه بااعتباره علمي مرجع په توګه مهم رول ولوبوي.
مأموریت:
د ځمکپوهنې پوهنځي مأموریت د ځوانانو لپاره د معیاري تحصیلي فرصتونو رامنځته کول او د زدهکړې، څېړنې او د ځمکنیو علومو په بېلابېلو څانګو کې د معاصرو مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره د مناسب علمي چاپېریال برابرول دي. دغه پوهنځی ژمنه لری چې محصلان د هېواد د اړتیاوو سره سم وروزي، علمي خدمتونه وړاندې کړي او د ټولنې په علمي او اقتصادي پرمختګ کې اغېزمن رول ولري.
اساسي دندې او ارزښتونه:
د ستراتیژیک پلان پر بنسټ، د پوهنځي اساسي دندې او ارزښتونه په لاندې ډول دي:
- د لیدلوري، مأموریت او ستراتیژیکو موخو تدوین او پلي کول
- د پوهنځي د پراختیا لپاره د ستراتیژیکو موخو ټاکنه
- د عملیاتي پلانونو او اوږدمهالو پروګرامونو تنظیم او عملي کول
- د تدریس، څېړنې او اکاډمیکو چوپړتیاوو د کیفیت لوړول
- د ټولنې، سکتوری وزارتونو، مؤسسو او خصوصي سکتور علمي اړتیاوو ته ځواب ویل
- د ملي او نړیوالو علمي همکاریو رامنځته کول او پیاوړتیا
- د اسلامي او ملي کلتور دودول او د مسلکي ارزښتونو پیاوړتیا