لیدلوری، مأموریت او موخې
لیدلوری:
د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز د معلوماتي ټکنالوژۍ د پرمختګ او نوښتونو په برخه کې د ګټورو او اغېزناکه میتودونو په غوره کولو سره د ملي اهدافو او کابل پوهنتون ستراتیژۍ د پیاوړتیا په برخه کې خپل رهبري رول ته ژمن دی.
مأموریت:
1. د پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو لپاره د انټرنیټي خدمتونو برابرول.
2. د پوهنتون په سټوډیو کې د استادانو ویډیویي کلیپونه ثبت او ایډیټ کول.
3. په پوهنتون کې د امنیتي کمرو کنټرول، څارنه، نصب او چک کول.
4. د پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو د تخنیکي وسایلو د سافټویر ستونزې حل کول.
5. د پوهنتون د ټولو څانګو د تخنیکي وسایلو د هارډویر ستونزې حل کول.
6. د پوهنتون (ku.edu.af)ډومېن په کارولو سره د استادانو او کارمندانو لپاره د رسمي بریښنالیکونو رامینځته کول.
7. د پوهنتون په ویب پاڼه د ورځنیو راپورونو، خبرتیاوو، علمي او اداري بستونو، د پوهنتون ټولو پوهنځیو او څانګو اړوند بشپړ معلوماتو او نورو ټولو اړین مطالبو خپرول؛
8. د پوهنتون د HEMIS سیسټم چارو پر مخ وړل؛
9. د لیلیې د بایومیټریک سیسټم څخه کنټرول چې پکې (Access Control ,Real time ,Attendance) شامل دي؛
10. د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز په لابراتوارونو کې د پوهنتون محصلینو لپاره د زده کړه ییزو چوپړتیاوو وړاندې کول؛
11. د پوهنتونونو او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د ویډیو کنفرانسونو تنظیمول؛
12. د دفترونو، لابراتوارونو او د پوهنتون د کتابتونونو د فعال معلوماتي ټکنالوژیکي توکو، سافټویر او هارډویرونو د فعالیت او چمتو کولو مدیریت او نظارت؛
13. د زده کړه ییز او روزنیزو پروګرامونو، ورکشاپونو ملي او نړیوالو ویډیو کنفرانسونو تنظیمول.
14. د نوي سیسټمونو رامینځته کول او پراختیا، او د پوهنتون د موجوده معلوماتي سیسټمونو ستونزې حل کول.
موخې:
د اغېزناکه پروګرامونو طرحه کول، د هارډویر، سافټویر او شبکې سرورونو د فني او تخنیکي چارو کنټرول او څارنه، په منظم ډول د کابل پوهنتون په کچه د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د معلوماتي ټکنالوژۍ اسانتیاوو او اړینو اړتیاوو رامنځته کول او برابرول.