لیدلوری، مأموریت او موخې
لید لوری:
د حرفه ای تعلیم د زده کړې لپاره په ملي او نړیوالو شرایطو برابره کامله تحصیلي برنامه چې د حیواني علوم په برخه کې رهبري، د ستونزو حل او تجزیه او د هیواد رشد او انکشاف، د حیواناتو تولید او توسعه او د وارداتي محصولاتو سره رقابت کوونکی او د جامعې غوښتنو ته ځواب ویونکې برنامې ایجادول.
چې په عین وخت کې د علمي مقالو د ایجاد او معتبره سرچینه او همدارنګه اړونده معلوماتو په اساس د څېړنېز فرهنګ تقویه او په مختلفو برخو کې لکه: تغذیه، غذا او حیواني تغذیه، جنتیک او د نسل اصلاح، د مرغانو روزنه او د حیواناتو د فارم مدیریت وکړي.
مأموریت:
د حیواني علومو د ماسټر دنده د څارویو پالنې په بیلابیلو ډګرونو کې وړ او قوي متخصصین روزل دي تر څو د مالدارۍ وروسته پاتې سکتور ته د خدمت جوګه وګرځي.
دغه برنامه غواړي د حیواناتو د روزنې عصري کولو له لارې د هېواد ملي اقتصاد او مصؤنیت غذایي کې ښه رول ولوبوي.
موخې:
- د حیواني علومو په څانګو کې د اړونده پوهې او مهارت ترلاسه کول او د مختلفو ننګونو سره مقابله کولو لپاره د دوی وړتیا ته وده ورکول چې په راتلونکي کې راپورته کیږي او د څارویو تولیدي سکتور ته پرمختګ ورکوي.
- د څیړنیزو کارونو ترسره کولو وړتیا ترلاسه کول او لدې لارې نوې پوهه او مهارتونه رامینځته کول او په مالدارۍ سکتور کې موجوده یا راتلونکي ستونزو لپاره حل لارې لټول.
- د معیاري او پیژندل شوي سټایل کې د ساینسي مقالو لیکلو وړتیا ترلاسه کول ترڅو د دوی تجربه له بهرني پوهانو سره شریکه کړي.