لیدلوری، مأموریت او موخې

د پوهنځي لید لوری:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پوهنځی غواړي چې د علمي او مسلکي کدرونو او عصري تحصیلی ټکنالوژۍ په کارولو سره په تدریس او د باکیفیته زده کړې په برخه کې د متخصصو او ژمنو بشري منابعو د روزلو له لارې په ټولنه کې د پام وړ او منل شوی مقام ترلاسه کړي.

د پوهنځی مأموریت:

د معلوماتو او مخابراتي ټکنالوجۍ پوهنځی د هیواد ځوان نسل ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د بشري منابعو د پراختیا او روزنې په لور د فعال او متنوع تحصیلی فرصتونو د برابرولو لپاره له هر ډول تعصب او تبعیض څخه د پاک علمي او اکاډمیک چاپېریال په برابرولو سره هڅه کوي چې په هېواد کې د باور وړ علمي او اکاډمیک بنسټ شي.

 

د پوهنځي موخې:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پوهنځي اهداف په لاندې ډول دي:

  • د مخابراتو انجینرۍ او د معلوماتي ټکنالوژۍ روزنيزه وده.
  • د ځوانو مسلکي کسانو روزنه چې وکولی شي په مختلفو برخو کې تحلیل ، ډیزاین او څیړنه وکړي او د رهبریت او نوښت په ډګر کې د کار موندلو وړتیا ولري.
  • د ماسټرۍ او دوکتورا درجې لپاره د لازمو شرایطو رامینځته کول.
  • د ساینس او ​​ټکنالوژۍ له پرمختګ سره موازي په لوړه کچه زده کونکو ته ښوونه او روزنه .
  • د ژوند په اوږدو کې د دوامداره زده کړې وړتیا ته وده ورکول.
  • په صنعتي او تحلیلي مسايلو کې د باور پیاوړتیا او د خلاقیت ځواک، مسلکي او علمي فکر رامینځته کول.
  • د مسلکي ودې او خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د پوهنځي او کارمندانو ظرفیت ته وده ورکول.

 

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم