له ۸۷ څخه زیاتو محصلینو د دندې مهارتونو، څېړنې لار او د کمپیوټر اکسېل پروګرام په برخه کې زده کړې وکړې
د کابل پوهنتون بیلا بېلو پوهنځيو څخه له ۸۷ څخه زیاتو محصلینو د دندې مهارتونو، څیړنې لار او د کمپیوټر اکسېل پروګرام په برخه کې چې محصلینو خدماتو انسجام آمریت لخوا په لاره اچول شوې وې؛ زده کړې وکړې.
د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین لخوا د یادې برنامو څخه فارغ محصلینوته تصدیق پاڼې ووېشل شوې. ښاغلي ایوبي یاده برنامه د محصلینو لپاره ګټوره او اغېزمنه یاده کړه او د څیړنې د ارزښت او اهمیت په اړه یې خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل؛ چې د څیړنیزو چارو او ټکنالوژۍ زده کړو ته جدي پاملرنه وکړي.