له خیبر شیرزي حیواني فارم څخه د وترنري پوهنځي محصلینو کتنه ترسره کړه
د وترنري پوهنځي درېیم ټولګي محصلینو د وترنري پوهنځي ریاست په هڅو د روان کال وږي میاشتې په ۲۰نېټه د دوشنبې په ورځ د عملي چارو ترسره کولو په موخه د کابل ولایت، په ده سبز ولسوالۍ کې د خیبر شیرزي له حیواني فارم څخه لیدنه وکړه.
په یاد فارم کې ګڼ حیوانات لکه: غرڅه، سپی، بزه، سوی، چرګ او فیلمرغ روزل کیږي. محصلینو د یاد فارم مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه او لاندې موضوعات یې د مسؤلینو له لارښوونه سره سم په عملي توګه زده کړل:
د فارم جوړولو طرحه او څرنګوالی
د فارم د روزلو ورځني مدیریت لارې
د فارم مدیریت دوره یي مهالویش
د بزو، فیلمرغ، سوی او چرګانو تغذیې مدیریت
د فارم د ساتنې او پاکولو لارې
د فیلمرغ ساتنې او روزنې لارې
د ترلاسه شویو محصلاتو لپاره بازار موندنه او د حاصل اخیستلو څرنګوالی
د وترنري علومو پوهنځي استاد دوکتور سید ابراهیم فرخاری وایي؛ چې د زده کړې په برخه کې د عملي کارونو ترسره کول، فارمونو ته تلل، د محصلینو په نفس باور زیاتوي او هغوی له ځانګړې انګیزې څخه برخمنوي، چې یاده کتنه په همدې موخه ترسره شوې ده، دوکتور فرخاري زیاتوي؛ که چیرې دا ډول پروګرامونه دوام ومومي؛ د محصلینو دزده کړې او د تدریس د ا غېزمنتیا کچه به لوړه شي.