فرهنګي کمېټه
فرهنګي کمیټه د پوهنځي هغه فعال جوړښت دی چې موخه یې د استادانو او محصلینو ترمنځ د علمي، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو تنظیم، پیاوړتیا او ترویج دي. فرهنګي کمیټه د علمي کنفرانسونو برابرولو، تفریحي او علمي سفرونو تنظیمولو، د ورزشي ټیمونو جوړولو او د هغو نوښتونو په پلي کولو کې کار کوي چې د محصلانو او استادانو علمي، فکري او ټولنیزه وده پیاوړې کړي. دغه کمیټه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې د یووالي، همکارۍ، علمي خلاقیت او ټولنیز مشارکت د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي او د پوهنتون د فرهنګي کمیټې د مصوباتو او لایحو د تطبیق په برخه کې مهم رول لري.