زولوژي ډيپارټمنټ
پېژندنه:
زولوژي ډیپارټمنټ په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د بیولوژي له پوهنځي سره سم رامنځته شو او خپل اکاډمیک فعالیتونه د دغه پوهنځي تر ریاست لاندې پر مخ بیایي. د دغه ډیپارټمنټ بنسټیز فعالیتونه د پوهنځي له درسي نصاب سره سم، د اړوندو مضامینو تدریس، علمي څېړنې تر سره کول، علمي کنفرانسونه، د مونوګراف په تدوین کې د زدهکړیالانو لارښوونه، د پوهنځي او پوهنتون په کچه او د نورو اړوندو ادارو په بېلابېلو کمېټو کې ګډون؛ لکه، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د ملي پالیسي په جوړولو، د ژوند د تنوع حیات په برخه او نورو برخو کې همکاري لري او همدا ډول د کابل ژوبڼ سره هم دا ډیپارټمنټ همکاري لري. زولوژي ډیپارټمنټ په پام کې لري چې د تطبیقي او زماني شرایطو په برابرېدو سره د ډیپارټمنټ پرمختګ او پرمختیا لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي چې له هغې ډلې نه د زولوژي له ډیپارټمنت نه په اختصاصي شکل محصلینو فراغت او په زولوژي ډیپارټمنټ کې د اختصاصي کادرونو روزنه یې د یادونې وړ دي.
د زولوژې ډیپارټمنټ ښوونیزې موخې:
- په زولوژي څانګه کې د لیسانس په کچه دولتي او خصوصې ادارو ته د مسلکي او متخصصوکادرونو روزنه
- دولتي او خصوصي ښوونځیو ته د مسلکي او متخصصو ښوونکو روزنه
- د مسلکي زولوجسټانو روزنه
- خصوصي او دولتي ښوونځیو ته د لابراتواري عملي کارونو لپاره د تخنیکي اسیسټانټانو روزنه
- د اهلي او وحشي ژویو په اړه د مسلکي او تخصصي پوهې لېږد له لارې په افغانستان کې د نادرو او له منځه تلونکو ژویو د نسلونو خوندیتوب لپاره مبارزه
- د اقتصادي او فارمي ژویو د روزنې د ډول ډول لارو چارو زده کړه
- په ایکوسیسټم او ورځني ژوند کې د اهلي او وحشي حیواناتو په ارزښت پوهېدل
- د چاپېریال ساتنې او د ژویو د خوندیتوب فرهنګ ترویجول
- د ټولنې په مسلکي او تخصصي پرمختګ کې ونډه اخیستل او د افغانستان اسلامي امارت عالي موخو ته لاسرسی.
- د ژمن او مسلکي کاري ځواک روزنه
لیدلوری:
زولوژي ډیپارتمنټ په پام کې لري چې د غوره کادرونو د مسلکي او تخصصي کچې لوړوالي او د څېړنو پراختیا په موخه په راتلونکي کې محصلان له اختصاصي زولوژي دیپارټمنټ فارغ کړي او په دې برخه کې ټولنې ته د زولوژي په برخه کې کادرونه او متخصص زولوجسټان وړاندې کړي.
د زولوژي ډیپارټمنټ بنسټیزې موخې:
د زولوژي ډیپارټمنټ بنسټیزې موخې د علمي او مسلکي کادرونو روزنه، د زولوژي متخصصینو روزنه چې د زولوژي له بنسټیزو مفاهیمو سره آشنا وي او په ورځني ژوند کې یې وکارولی شي تر څو دا علمي کادرونه په زولوژي ډیپارټمنټ کې د لیسانس دورې له پای ته رسولو وروسته په راتلونکي کې د ښوونیزو مرکزونو د ښوونې او روزنې، په ښوونځیو کې د تدریس، په پوهنتونونو کې د تدریس، علمي او څیړنیزو ادارو، په زراعت څانګه کې، په تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټونو کې تدریس، وترنري او چاپېریال ساتنه کې تدریس وکړي او د خصوصي سکټور اړتیاوې پوره کړای شي.
لابراتوار او ښوونیز تجهیزات:
| شمېره | د لابراتوار ډول | توکي او تجهیزات | 
| ۱ | انتومولوژي لابراتوار | د حشراتو نیولو جال، د حشراتو د راټولولو او لېږد توکي، د حشراتو د ساتنې صندوق، مایکروسکوپ، تسلیخ او د تسلیخ بکس، ذره بین او نوري مایکروسکوپ | 
| ۲ | حیواني فزیولوژي لابرتوار | مایکروسکوپ، سلایډ، کورسلایډ، تسلیخ بکس، تسلیخ تشت، سنټرفیوژ ټېسټ ټیوب، بېکر و فلاسک | 
| ۳ | مایکروبیولوژي لابرتوار | مایکرسکوپ، سلایډ کور، سلایډ، تسلیخ بکس، تسلیخ تشت و پټري دېش | 
| ۴ | فقاریه او غیرفقاریه زولوژي لابرتوار | جوړ شوي سلایډونه، مایکرسکوپ، سلایډ، کور سلایډ، تسلیخ بکس، تسلیخ تشت | 
| ۵ | حیواني هستولوژي لابرتوار | مایکرسکوپ، سلایډ، کور سلایډ، تسلیخ بکس او تسلیخ تشت | 
د زولوژي دیپارټمنټ د علمي کادر غړي:
| شمیره | نوم | تخلص | د پلار نوم | د تحصیل رشته | 
| ۱ | کیهانه | صاحب زاده تایب | محمدآصف | فزیولوژي حیوانی | 
| ۲ | قدرت الله | اوریاخیل | میرعطا | زولوژي | 
| ۳ | عبدالرحمن | عثمانی | جمعه گل | زولوژي | 
| ۴ | محمد حنیف | 
 | پهلوان | زولوژی | 
| ۵ | محمدعارف | عرفان | محمدآجان | زولوژي | 
| ۶ | شاهد الله | ځدران | اصل خان | بیوتکنالوژی | 
| ۷ | الینا | کاکړ | مومن | بیولوژي | 
| ۸ | محمدنوید | امین | امان الله | بیولوژي | 
| ۹ | نعمت الله | سعادت | حکومت | بیولوژي | 
د زولوژي ډیپارټمنټ نصاب: