د ۱۴۰۲ هـ ش کال متفرقه کانکور آزموینه ترسره شوه

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۹:۳۰
3265

 د ۱۴۰۲هـ ش کال متفرقه کانکور آزموینه چې د دیني مدرسو، خارج مرز، عالیه او خامسه دورې د علمي سوې  تثبیت علماوو  پکې برخه اخیستې وه؛ د روان کال وږي میاشتې په درېیمه نېټه د جمعې په ورځ په کابل پوهنتون کې د آزموینو ملي ادارې او کابل پوهنتون رهبرۍ، د پوهنې وزارت مسؤلینو او استادان په شتون کې ترسره شوه.

د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي د کانکور آزموینې ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلو تر څنګ له هغوی و غوښتل؛ چې په آرام او ډاډ من ذهن دې آزموینه سپري کړي.

د آزموینو ملي ادارې رئیس ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني د کانکور نوموړې آزموینه ورستی دور آزموینه یاده کړه  او وویل؛ چې په دې آزموینه کې ۶۰۰۰ تنه زده کوونکو برخه اخیستې؛ نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه د کانکو ر آزموینې له بهیر څخه شکایت موجود نه دی او دغه ښیي، چې په دې بهیر کې لازمې آسانتیاوې او پرمختللي چارې په نظر کې نیول شوې دي او هڅه کیږي؛ چې یادې آسانتیاوې په راتلونکي کې زیاتې کړي.

د کانکو ر آزموینه په ټول هېواد کې په ۵ دورو کې ترسره شوه؛ چې ۳ دوره یې په ولایتونو او ۲ ورستي دوره یې په کابل کې ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۲۰
Background image

د "درې دقیقو څېړنيز كنفرانس سیالي" ترسره شوه

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د محصلینو ترمنځ "د درې دقيقو څېړنیز کنفرانس" د وړاندې کولو سیالي ترسره شوه.

د دې سيالۍ په وروستي پړاو کې شلو تنو محصلينو د يو ساعت په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: