د کنفوسیوس انستیتوت رهبري هیئت په کلنۍ غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز او د بهرنيو ژبو او ادبياتو رئيس ښاغلي پوهنوال ګل محمد باسل چې په چین هېواد کې " د کنفوسیوس انستیتوت سیمه ایز دایرکترانو سیمینار" ترعنوان لاندې جوړه شوې وه ګډون وکړ

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۸:۵۲
pic

د کنفوسیوس انستیتوت د 2008 میلادي کال را پدیخوا د کابل پوهنتون د چینایي ژبو او ادبیاتو ديپارتمنت په همکارۍ د چین هېواد تای یوان او په کابل پوهنتون کې د مرکزي کنفوسیوس انستیتوت (د چینایي ژبې زده کړې نړیوال بنسټ)  ترمنځ د هوکړه لیک پر اساس د بهرنیو ژبو او ادبیاتو په چوکاټ کې  فعالیت ترسره کوي.

د چینایي ژبې زده کړې نړیوال بنسټ چې په نړۍ کې د کنفوسیوس انستیتوتونو د مدیریت او همغږۍ مسؤلیت پر غاړه لري، د مرستندویه بنسټونو د همکارۍ, پراختیا او پیاوړتیا په موخه د ۰۳/۰۷/۲۰۲۳ نېټې څخه د ۲۶ هېوادو څخه ۲۸ تنه سیمه ایزو دایرکترانو او د چین هېواد ۹ تنه پروفیسور او څیړونکو لپاره د شانګهای ښار شرق چین ښوونې او روزنې پوهنتون کې ۹ ورځینی سیمنار جوړ کړ. ګډونوالو د (کنفوسیوس انستیتوت پراختیا یي ځانګړتیاوو او اهمیت) او (په کنفوسیوس انستیتوت کې د زده کړې کیفیت کچې لوړولو څرنګوالی) تر عنوان لاندې خپل سیمنارونه وړاندې کړل چې د کابل پوهنتون کنفوسیوس انستیتوت په استازیتوب د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنوال ګل محمد باسل د ياد انستیتوت افغاني دایرکتر په حیث په یاد سیمنار کې ګډون درلود چې د یاد سیمنار له پای ته رسېدو وروسته د جولای په ۱۱مه نېټه د (کابل پوهنتون کنفوسیوس انستیتوت مدیره هیئت) په کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د شانګ های ښار پرېښود.

له نېکمرغه د بهرنیو وګړو پرمخ د چین هېواد د پولو خلاصېدل او د کابل پوهنتون کنفوسیوس انستیتوت د دوامداره هڅو پر اساس د (کابل پوهنتون کنفوسیوس انستیتوت مدیره هیئت) کلنۍ غونډه په حضوري ډول په ۱۷/۰۷/۲۰۲۳ نېټه په تای یوان پوهنتون کې له افغانستان څخه د ویدیو کنفرانس له لارې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د بورد رئیس په توګه، د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال ګل محمد باسل د کنفوسیوس انستیتوت افغاني دایرکتر او د بورد د مرستیال په توګه، ښاغلي پوهنیار حمید غلامي د چینایي ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ د کنفوسیوس انستیتوت اجرائیوي ډایرکټر په توګه، ښاغلي پوهنیار شاهین یوسف زاده او استاد وحیدالله حلیمي د بورد د غړو په توګه د ویدیو کنفرانس له لارې په ياده غونډه کې ګډون درلود؛ چې د انستیتوت د تیر کال په کړنو او د راتلونکي کال د عملیاتي پلان په اړه یې خبرې وکړې. همدارنګه په یاده غونډه کې د غړو په هوکړه د کابل پوهنتون کنفونسیوس انستیتوت د چاروغوره  مدیریت لپاره  نوي غړي و ټاکل شول.

ددې غونډې په څنډه کې د کابل پوهنتون په نماینده ګۍ ښاغلي ګل محمد باسل د کابل پوهنتون کنفوسیوس انستیتوت په اوسني وضعیت، د چینایي ژبې او ادبیاتو پر بورسونو، کابل پوهنتون ته د چین هېواد کې د اوسېدونکو استادانو بیرته را ګرځېدل، د تای یوان تکنالوژۍ پوهنتون نړیوالو اړیکو او زده کړې پوهنځي له رئیس او د بهرنیو اړیکو رئيس او مرستیالانو  سره د نورو علمي برخو د پراختيا او همکارۍ په اړه خبرې وشوې، په یاد پوهنتون کې د افغان محصلینو ځانګړې ناسته هم ترسره شوه؛ چې د تحصیلي دورې پر وضعیت او  ستونزو یې خبرې وکړې او دهغوی غوښتنې یې واورېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

د وترنرۍ علومو ډاکټرانو د کلینکي او علمي مهارتونو د لوړاوي علمي کنفرانس ترسره شو

د کابل پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځي له لوري د کابل او څو ولایتونو د وترنرۍ علومو ډاکټرانو لپاره د «کلینکي او علمي مهارتونو لوړول» تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي کنفرانس ترسره شو، چې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۴۴
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره او پر لیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي، چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د (۲۰۲۵) م کال د درېیمې دورې، څلورمه ګڼه یې خپره او پر لیکه کړه.

په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۷
Background image

د کرنیزو څېړنو د "تجربوي ډیزاین" ورکشاپ ترسره شو

د کرنیزو څېړنو د تجربوي ډیزاین تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د مسلکي ټرینرانو له لوري ترسره شو.

په دې ورکشاپ کې د کرنیزو څېړنو پېژندنه، د بنسټیزو او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: