د کمپیوټر ساینس پوهنځي ماسټرۍ برنامې دفاع ترسره شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۶:۲۹
542

د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي ماسټرۍ برنامې څخه فارغ محصلینو د تزس دفاع د روان کال وږي میاشتې په ۱۴ نېټه پیل شوه. په دې برنامه کې د پوهنتون رئیس او مرستیالانو، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، استادانو، د مخابراتو وزارت (آی ټي) بخش مسؤلینو او د ماسټرۍ برنامې آمر برخه اخیستې وه.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز فارغ محصلینو ته تبریک ویلو ترڅنګ هغوی ته د بریا هیله څرګنده کړه. نوموړي ټینګار وکړ چې د کابل پوهنتون لکه څنګه چې لوړ ارزښت لري؛ همدارنګه علمي مسؤلیت هم لري او هڅه کوي چې ترڅو ظرفیت لرونکي متخصص کادرونه له دې بنسټ څخه ټولنې ته وړاندې کړي.

دکتور عزیز زیاته کړه چې محصلین باید د نظام په ټولو برخو کې علمي او عملي برلاسي او وړتیاوې وښیي تر څو کې له دې لارې دوی ته د کارموندنې او ګمارنې زمینه برابره شي.

په پام کې ده چې کمپیوټر ساینس پوهنځي ماسټرۍ یادې برنامې څخه ۲۴تنه فارغ شي او د تزس دفاع به په دوو ورځو کې ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: