د کرنې پوهنځی محصلینو نورستان ولایت ته علمي او څیړنیز سفر ترسره کړ

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۶:۱۶
478

د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي طبعي سرچینو او ځنګلونو څانګو محصلین د ځنګلاتو څانګې اړوند زیاتومسلکي موضوعاتو او مطالبو د زده کولو په موخه له خپلو استادانو سره نورستان ولایت ته سفر وکړ او دهغه ولایت لوړو سطحوله ځنګلاتو څخه لیدنه وکړه.

نوموړی علمي سفر چې د روان کال وږي میاشتې له ۲۲ څخه تر ۲۶ نېټې پورې دوام وکړ، محصلینو وکولای شول، چې د نوروستان ولایت بیلابیلو طبیعي ځنګلونو او لوړو ساحو څخه لیدنه وکړي او د لاندې برخو سره یې علمي بلدتیا ترلاسه کړه:

۱ـ د نورستان ولایت دبیلا بیلو طبیعي ځنګلونو او بوټو ډولونو پیژندنه.

۲ــ د چاپیریال ساتنې اغیزمن فکتورونه لکه: د بحر له سطحې لوړوالی، د باران کچه او  دځنګلاتو پر ودې د هغه اغېز.

۳ــ د ځنګلاتو پر ایکوسیستم باندې د چاپیریال مستقم او غیر مستقیم اغیز پیژندل.

۴ــ محصلینو ته وښودل شوه؛ چې ځنګل یو ایکو سیستم د بدلون ( ډینامیک) په حال کې دی؛ چې د وخت په تیرېدو د بدلون په حال کې دی.

۵ــ په بیلابیلو لوړ برخو کې د ځنګلاتو ودې سره بلدتیا، او په دې پوهېدل؛ چې ځنګلونه څنګه په بیلابیلو لوړو برخو کې وده کوي.

۶ــ په بیلابیلو لوړو برخو کې د ځنګل سروې او اندازه اخیستل او پر دې پوهېدل؛ چې ددې رشتې محصلین څنګه کولای شي؛ د سروې او اندازې اخیستلو په موخه یوه ساحه و ټاکي.

د یادونې ده چې د محصلینو نوموړی علمي سفر د کابل پوهنتون رهبرۍ  او کرني پوهنځي ریاست په مرسته ترسره شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۷۵ څانګو څخه ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول. د فراغت په غونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو پوهنتونونو مشرتابه، دیني عالمانو، استادانو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۵۹
Background image

" اوبه د اقلیمي عمل لپاره" تر عنوان لاندې کنفرانس دایر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لورې "اوبه د اقليمي علمي لپاره" تر عنوان لاندې يو ورځنی څېړني کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د پوهنتون د اړوندو څانګو د استادانو لخوا لس علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو