د کرنې پوهنځي محصلینو بامیان ولایت ته علمي سفر
په دې درې ورځني سفر کې چې د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د اقتصاد او کرنې پراختیا ډېپارټمنټ د څلورم ټولګي ۶۰ تنه محصلینو ګډون وکړ، درې ورځې دوام وکړ.
په یاد علمي سفر کې دوی د بامیان ولایت له بېلابېلو تاریخي سیمو او طبیعي زیرمو څخه لیدنه وکړه.
د دې پروګرام همغږي د دغه پوهنځي د اقتصاد او کرنې پراختیا ډېپارټمنټ استاد پوهنمل غلام هنریار کوله. استاد هنريار دغه سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او زیاته یې کړه، چې د دې پروګرام موخه د باميانو د تاريخي سيمو پېژندنه، د کليو او ملي اقتصاد په برخه کې د هغې رول او همدارنګه د طبيعي زېرمو سره د محصلينو اشنا کول دي.
محصلینو هم دغه علمي سفر ډېر ګټور وباله او د دې ډول سفرونو د دوام غوښتنه يې وکړه.