د کابل پوهنتون (۷) پوهنځیو د وروستي کال محصلینو ته د اس، پي، اس، اس ( SPSS) او د هغه په واسطه د شمېرو تحلیل ورکشاف جوړ شو

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۱۳:۲۶
357

نوموړی ورکشاف د څلورو اوونیو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ د سهار له (9:30 څخه 11:30) پورې د امام محمد شیباني (رح) تدریسي بلاک کې د وترنري، ټولنیزو علومو، اروا پوهنې، فارمسي، چاپیریال پوهنې، کرنې او عامه پالیسي پوهنځیو  ورستي کال محصلینو ته جوړ شو.

د دې ورکشاف موخه د څېړنیزو پروژو او په ځانګړې توګه مونو ګراف بشپړولو لپاره د محصلینو د ظرفیت لوړول بلل شوي، یاده برنامه د محصلانو انسجام آمریت سره په همغږۍ جوړه شوې ده، چې د تدریس چارې یې د وترنري پوهنځي استاد پوهنوال داکتر اسدالله صمدي له خوا پرمخ وړل کیږي.

محصلینو ته د وینا پر مهال داکتر صمدي وویل: د(SPSS) برنامې د پیژندنې ترڅنګ به محصلینو ته د اکسېل په پروګرام کې فرضي او حقیقي ارقام په اړه هم معلومات وړاندې شي، دده په وینا نوموړی ورکشاف د کابل پوهنتون پاتې پوهنځيو وروستي کال محصلینو ته هم جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د محصلانو د انسجام آمریت لخوا دوه زده کړییزې برنامې د کار موندنې مهارتونه او کمپیوتر برنامو زده کړه په برخه کې هم ترسره شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: