د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د ۱۴۰۱ کال خپلې لاسته راوړنې او د راتلونکي ۱۴۰۲ کال پلانونه او طرحې د کنفرانس په ترڅ کې وړاندې کړې
د کرنې پوهنځي رهبرۍ د 1401 کال کړنې، لاسته راوړنې او ستونزې د کنفرانس په ترڅ کې د پوهنتون د رهبرۍ ته وړاندې کړې او د راتلونکي 1402کال د پلانونو او طرحو څخه یې هم خبر کړل.
د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل صفي الله جوهر د خبرو په لړ کې د کابل پوهنتون رهبرۍ له ګډون څخه مننه وکړه اوپه ټوله کې د یاد پوهنځي د پوهنځيو پېژندنې، 1401 کال کړنو، لاسته راوړنو او ستونزو یادونه وکړه او همدارنګه ګډونوالو ته یې د یاد پوهنځي د راتلونکي 1402کال له طرحو او پلانونو په اړه یې په تفصیل خبرې وکړې.
ښاغلي جوهر زیاته کړه: (کرنه کولای شي، د افغانستان خلکو په ژوند کې په مناسبه کچه مثبت بدلون راولي چې د کرنې پوهنځی په دې برخه کې ګټورې او اغیزمنې طرحې لري.)
په نوموړي کنفرانس کې د پوهنځي (۸) څانګو آمرینو څخه یو تن استازی د کاري کمېټو، د څړنیز فارم آمر او همدارنګه تدریسي عمومي مدیر د خپلو پرزنتشن په وړاندې کولو د 1401کال لاسته راوړنو او ستونزو په اړه او د راتلونکي 1402کال په پلانونو خبرې وکړې او یاد پوهنځي څیړنیزو او اساسي چارو ته د پوهنتون د رهبرۍ پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کنفرانس په پای کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د یاد پوهنځي له نوښتونو څخه مننه او ستاینه وکړه او هغه یې د پوهنځي د رئیس او استادانو هڅې وبللې. نوموړي زیاته کړه، د یاد پوهنخي لاسته راوړنې ده ته ذهني سکون او آرامی بښلی دی. ډاکټر عزيز زياته کړه، چې د دوى په ستونزو پوره پوهيږي او په راتلونکي کال کې يې د حل لپاره بوديجه ځانګړې شوې ده.
د کابل پوهنتون کرنې پوهنخی له هغه پوهنځیو څخه دی، چې د پرمختګ او نوښت په برخه کې یې علمي، څړنیز کنفرانسونه، ورکشاپونه، او سیمینارونه هم ترسره کړي دي.
نوموړی پوهنځی تر اوسه څو جامع طرحې هم د ټولنې د عمومي ستونزو په برخه کې چمتو کړې او همدارنګه د بیلابیلو بنسټونو سره یې د محصلینو د ظرفیت لوړنې په موخه د مرستې څو هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي دي.