د کابل پوهنتون محصل د حسن قرائت په نړیواله سیالۍ کې درېیم مقام ترلاسه کړ
د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصل قاري عبدالرب ایوبي د قرآن عظیم الشان د حسن قرائت په نړیواله سیالۍ کې درېیم مقام ګټلی.
یاده سیالي هر کال د پنځوسو اسلامي هېوادونو ترمنځ د ترکیې هېواد له لوري پر لاره اچول کېږي، سږکال په کې د کابل پوهنتون ياد محصل د پنځوسو هېوادونو په استازو کې درېیم مقام خپل کړ.
په همدې موخه د ترکیې هېواد په پلازمېنه انقره کې د ا.ا.ا قونسلګرۍ او د یاد هېواد ولسمشر له لوري نوموړي محصل ته د درېیم مقام جایزه ورکړل شوه.