د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال او د ۴ پوهنځيو رئیسانو د لوګر ولایت مس عینک له معدن څخه کتنه وکړه
د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي او د انجینري، ځمکپوهنې، ټولنیزو علومو او اقتصاد پوهنځي رئیسانو د روان کال تلې میاشتې په ۸مه نېټه د شنبې په ورځ د لوګر ولایت مس عینک له معدن څخه کتنه وکړه او د MCC شرکت له مسؤلینو سره چې ددې معدن د قرار داد چارې پرمخ وړي، سره هم وکتل او د محصلینو د مسلکي پوهې د لوړولو په موخه یې له یو بل سره نظرو نه شریک کړل.