د کابل پوهنتون لپاره د بدلون برنامه د پوهنتون په رهبري شورا کې پرانیستل شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۶:۹
تغیر

د کابل پوهنتون د بدلون برنامه د روان کال د تلې میاشتې په ۱۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د دې وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو، د کابل پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځیو رییسانو په ګډون د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري له لوري پرانیستل او پرې خبرې وشوې.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په پیل کې د کابل پوهنتون رهبري شورا ناستې ته د لوړو زده کړو وزارت چارواکو او د دې ناستې نورو غړو راتګ ته ښه راغلاست وویل او وروسته یې په ټولییزه توګه د هیواد اکاډمیکو بنسټونو په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون عمومي وضعیت ته کتنه وکړه، په کابل پوهنتون کې د واقعیتونو، نیمګړتیاوو، اړتیاوو او کړنو ارزونو پایلو تر وړاندې کولو وروسته یې موجود وضعیت د منلو وړ ونه باله. پوهاند دکتور بابري وویل: تقریبآ درې میاشتې مخکې د پوهنتون رهبري د ټولو پوهنځیو له رییسانو او امرینو سره مو د تر سره شوو او روانو برنامو په هکله خبرې وکړې او د پوهنځي اداري او کاري دفترونه، ودانۍ، اړوندې سیمې او چاپېریال ... په سمه توګه و څیړي، چې د هغې په پایله کې د موجوده واقعیتونو ترڅنګ د وګړو او ټولنې اړوتیاوې او واقعیتونه او د هیواد د کار بازار د اړتیاوو د برابرولو څرنګوالي یې د پوهنتون په بدلون کې یوه اړتیا یاده کړه او دا طرحه یې « د کابل پوهنتون لپاره د بدلون برنامه» تر عنوان لاندې یې په هیواد کې د علمي او زده کړه ييزو خدمتونو لوړوالی او د خلکو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري پرمختیا ... بنسټیزو غوښتنو ځواب ویونکی وي، برابرې کړي دي. د دې طرحې تر وړاندې کولو او د مهمو او جزيي ټکو تر روښانولو وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او د دې ناستې له نورو غړو څخه د دې طرحې په هکله د نظر او وړاندیزونو غوښتنه وکړه، چې تر ګټورو، اغېزمنو او خبرو وروسته دا طرحه د پوهنتون د رهبري شورا د غړو له لوري تائید او د پوهنتون رییس پوهاند دکتور بابري د خپل ماموریت په دوره کې یې د هغې پر پلي کولو تعهد وکړ.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي هم پدې ناسته کې خبرې وکړې او د کابل پوهنتون مسوولینو په هڅو یې خوښي وښوده، د دې وزارت په پالسي جوړونه کې یې په لړ بدلونونو، له پالسیو څخه څارنه او د پلي کېدو څرنګوالی، د وزارت پر ځای په پوهنتون او له پوهنتون څخه ډیپارټمنټونو باندې تمرکز کول، پوهنتونونو او څانګو ته د علمي او نشراتي څېړنو صلاحیتونو او امتیازونو ورکړه ... ته نغوته وکړه او دا طرحه یې د لوړو زده کړو وزارت له لیدلوري او نویو برنامو سره مناسبه او همغږې وبلله. پوهنمل بالاکرزي وویل، چې کابل پوهنتون د لوړ ظرفیت لرونکی دی او دا ظرفیت کولای شي، چې په جامع برنامو سره لکه د کابل پوهنتون بدلون برنامو باندې منسجمې شوي دي او د خلکو او ټولنې هیلې پوره کول او په څېړنه ولاړو لوړو زده کړو ته اغېزمن او د ارزښت وړ کار وکړي. نوموړي د هیواد په ټولو پوهنتونونو کې د بدلون راوستل اړین بللو ترڅنګ، د لوړ زده کړو وزارت د رهبري په استازيتوب یې د کابل پوهنتون رهبري او دې طرحې څخه خپل ملاتړ اعلان او په اغېزمن پلي کولو یې تاکید وکړ.

پدې موضوع تر هر اړخیز بحث او خبرو وروسته پوهاند بابري د دې ناستې موخه پر ګډ کار او په ټیمي ګډ کار په تر سره کولو اجماع یاده کړه، ویې ویل: د دې طرحې پلي کېدو باندې کار پیل شوی او د کابل پوهنتون رهبري دې د دې په پوره پلي کېدو او تحقق ته مصممه او متعهده ده او د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبري له همکاري څخه یې مخکې له مخکې مننه وکړه.

دا ناسته، چې د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه پیل تر بحث او خبرو وروسته د مازیګر په ۴ بجو هیواد ته د خیر او بریالیتوب د دعا په کولو سره پایته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۸
Background image

په شرعي علومو کې د علمي مقالې لیکنې میتودولوژي ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري «په شرعي علومو کې د علمي مقالې لیکنې میتودولوژي» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

په ورکشاپ کې د کابل ولایت د عل.ماوو د شورا غړو، د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: