د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي مینی لب کې اول او دوهم پړاو درملو کیفیت ارزونه ترسره شوه
د درملو اول او دوهم پړاو کیفیت ارزونه د فارمسي پوهنځي مینی لب کې د پارتیسیپ دفتر او کابل پوهنتون ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې په اساس ترسره شوه.
په نوموړو دوو دورو کې ۱۹ قلمه درمل چې د سره صلیب دفتر لخوا دلوړو زده کړو وزارت تدریسی روغتونونو سره مرسته شوې وه، د مینی لب په مرسته یې آزموینه وشوه.
په لومړي دوره کې د ۲۰۵ نمونو څخه(۱۰) سلنه ۲۳ نمونې او په دوهمه دوره کې له ۲۲۹ نمونو څخه (۱۲) سلنه ۳۶ نمونې غیر معیاري ((substandard وپیژندل شوې.
دمسولینو په وینا، د ارزونې یاد شوی راپور د پارتیسیپ دفتر لخوا چمتو شوی او اړوند مراجعو سره د درمل او ملي غذا ادارې په شمول د تصمیم نیونې لپاره شریک شو، ترڅو غیرمعیاري درمل مخنیوی وشي.