د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

website admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۷:۲۹
meeting

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د روان کال د غبرګولي په ۳ نېټه د کابل پوهنتون د رییس او د هغه د مرستیالانو ، د پوهنځیو رییسانو او د دې شورا د نورو غړو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون په کابل پوهنتون کې جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د دې ناستې په پرانیسته کې په ځینو موضوعاتو د هغې له ‌‌‌‌‌‌ډلې د کابل پوهنتون په ادارو کې د علمي او رهبري شورا د پرېکړو په پلي کېدو کې جدیت، په لابراتوارونو کې د محصلینو لپاره د عملي کار لپاره د زیاتې زمینې برابرول، کتابتون او د پوهنتون نورې څېړنیزې سیمې، په پوهنتون کې د ادابو او اسلامي شئونو د مراعتولو څرنګوالی او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې او د علمي شورا نورو غړو هم په خپل وار سره د نظر د ورتوالي تر څنګ یې د هغې په ښه والي تاکید وکړ .

همدارنګه پدې ناسته کې له اجن‌‌‌‌‌‌ډا سره سم په موضوعاتو خبرې او نظرونه شریک کړل او د هر یو په اړه د قوانینو، لایحو او مقرراتو په رڼا کې تصمیم ونیول شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل مرکز ي پوهنتونونو استادانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د هیواد د لوړو زده کړو پر وزیر د محدودیتونو لګول وغندل

د کابل مرکزي پوهنتونونو استادانو په یوې اعتراضیه غونډه کې، چې په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د هیواد د لوړو زده کړو په رهبرۍ د سفر محدودیت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۱:۳۵
Background image

د کابل پوهنتون رهبري شورا ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون رهبري شورا ناسته د روان کال د سرطان په ۷ د سې شنبې په ورځ، د پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز  په مشرۍ، د ریاست مرستیالانو او د ناستې د غړو په ګډون جوړه شوه.

پدې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۸:۱۳
Background image

د کابل پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د غوره پاورپواینټ د جوړولو او وړاندې کولو لاروچارو اړوند ورکشاپ جوړ شو

د کابل پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د غوره پاورپنټ د جوړولو او وړاندې کولو د لاروچارو ورکشاپ په پوهنتون کې د نويو ګمارل شوو ۲۰ تنو استادانو لپاره د روان کال د سرطان په ۶ نېټه د. . .

BACK TO NEWS

All Media

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته