د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۵:۲۱
569

یاده علمي غونډه د روان کال ثور میاشتې په ۳۰ مه نېټه د شنبې په ورځ د پوهنتون رئیس او مرستیالانو په شتون کې ترسره شوه؛ چې په ۱۵ بیلابېلو علمي او تحصیلي موضوعاتو لکه: د ۱۴۰۲ تحصیلي کال د جدیدالشمول محصلینو د جذب ظرفیت، د حیواني علومو پوهنځی رامنځ ته کیدل، د وترنري علومو پوهنځي څیړنیزو فارم رامنځ ته کېدل، د کرنې پوهنځي باغدارۍ ( هارتیکلچر) څانګې د ماسترۍ برنامې  پالیسۍ سند تصویبول، د ټولنیزو علومو پوهنځي افغانستان پیژندنې ماسترۍ برنامې د پالیسۍ سند تصویبول، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي جزا او جرم پیژندنې ماسترۍ پالیسۍ سند تصویبول، د کابل پوهنتون فوق لېسانس ( ماسترۍ او دکتورا ) برنامو د هیئت د راپور اوریدل او نورو مهمو موضوعاتو په اړه نظرونه شریک شول او د هغه په اړه د قوانینو او مقرراتو سره سم لازمې پرېکړې وشوې.

همدارنګه په دې غونډه کې د پوهنتون پخواني علمي مرستیال ښاغلي پوهاند محمدشفیع شریفي له علمي هڅو ستاینه او قدردانی وشو او د کابل پوهنتون نوي علمي مرستیال ښاغلي محمداشرف غیرت ته د ښه راغلاس ترڅنګ هغه ته د غوره خدمتونو د توفیق غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

محصلینو ته " له ازموینې څخه مخکې د سټرېس کنټرول" تر عنوان لاندې د پوهاوي سیمینار دائر شو

د کابل پوهنتون محصلانو چارو انسجام آمریت  له لوري د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته " له آزموینې څخه مخکې د سټرېس کنټرول" تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار دایر شو.

په دې سیمینار کې محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۸
Background image

"د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس" پای ته ورسېده

یاد کنفرانس چې د کابل پوهنتون له لوري د روان لمريز کال د قوس پر پنځمه په کندهار کې پيل شوی و، نن د يادې مياشتې پر اوومه د داخلي او بهرنیو استادانو لخوا د ٨٤ علمي مقالو په ارائیه کولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۵۲
Background image

"د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس" دویمه ورځ د علمي مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده

د کابل پوهنتون له لوري ځانبسیاینې د زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو متخصصینو، د هېواد د بېلابېلو تحصیلي بنسټونو استادانو له لوري د پلان شوې علمي سلسلې په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه