د کابل پوهنتون رییس په کابل کې د ترکیې سفیر سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۵:۳۸
meeting

د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز  په داسې حال کې، چې مولوي محمد علم حقاني هم حضور درلود د روان کال د کب په ۲۱ د شنبې په ورځ په کابل کې د ترکیې هیواد سفیر ښاغلي جیهاد ایرګینای سره په خپل کاري دفترکې وکتل. پدې لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترکیې او افغانستان تر منځ متقابلو علمي او فرهنګي همکاریو، د کابل پوهنتون او ترکیې د علمي-فرهنګي مرکزونو ترمنځ همکاري او د دواړ لورو څخه یې د دې اړیکو په پياوړتیا او پرمختیا خبرې وکړې.  

پدې لیدنه کې دترکیې سفیر وویل: ترکیه مینه واله ده، چې له افغانستان سره په ټولو برخو په ځانګړي توګه د لوړو زده کړو په برخه کې خپله همکاري زیاته کړي او د زده کړو او تحصیلي بورسیې او همدارنګه د کابل پوهنتون د ماسټري او دوکټورا دورې محصلینو او استادانو ته انلاین درسونه برابر کړي. د ترکیې سفیر زیاته کړه، چې پدې برخه کې یې د لوړو زده کړو له وزیر سره خبرې کړي او په پام کې ده، چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به د ترکیې هیواد د بورسیو مرستیال کابل ته راشي او مونږ هیله لرو ، چې وکولای شو  د کابل پوهنتون استادانو لپاره زیاتې بورسیې په پام کې ونیسو.

همدارنګه پدې لیدنه کې د ترکیې سفیر وویل، چې دوی په پام کې لري د یونس امره انسټيټوټ له لوري، چې په کابل پوهنتون کې واقع دی د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په ځانګړی توګه د دې پوهنتون د ترکي ژبو او ادبیاتو له څانګې سره لکه د تېر په څېر  خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د خپل توان په اندازه د علمي او اکا‌‌‌‌‌‌ډمیک توان د لوړوالي او همدارنګه د فرهنګي، کلتوري او علمي فعالیتونو د پراختیا لپاره به هم له کابل پوهنتون سره همکاري وکړي.

وروسته د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د افغانستان له علمي او فرهنګي بنسټونو سره په ځانګړي توګه له کابل پوهنتون سره یې د ترکیې هیواد علمي او فرهنګي همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، دواړه هیوادونه افغانستان او ترکیه یې ښه دوستان یاد کړل او ویې ویل، چې دا دواړه دیني، نژادي، تاریخي گډ مشترکات لري او د دې همکاریو د دوام او پراختیا غوښتونکی شو او دا یې د دواړو لورو لپاره ګټور  بیان کړل.  د کابل پوهنتون رییس زیاته کړه، چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان د خلکو لپاره د ترکیې هیواد مرستې او همکاري د دې هیواد د ښه نیت او نظر ښکارندویي کوي، چې مونږ. د زړه له تله ورڅخه مننه کوو.

په پای کې دکابل پوهنتون رییس او د ترکیې سفیر  "دترکیې دښکلاووعکاسي نندارتون"،چې دکابل پوهنتون دبهرنیو ژبو او ادبیاتوپوهنځي ترکي څانګه کې جوړشوی ووهم لیدنه وکړه. پدې نندارتون کې دکابل پوهنتون رییس اودترکیې سفیر  هریوپه خپل وارسره خبرې وکړې اوددې‌‌‌‌‌‌ډول نندارتونونوجوړولیې ددواړوهیوادونودفرهنګي اوهنري اړیکوپه پراختیا اوټينګښت کې مهم قدم یاد اود ورته برناموپه جوړولویې تاکیدوکړ. 

ترکیه دهغوهیوادونوله‌‌‌‌‌‌ډلې څخه دی،چې له افغانستان سره یې په مختلفوبرخوکې همکاري اومرسته کړېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۲۷
Background image

په سلګونو محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې له څلور میاشتنيو لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ شمېر محصلین فارغ شول. دا کورسونه د عربي ژبې، انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ویناوالۍ، ریموټ سنسنګ، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۳۵
Background image

د پوهنتون محصلانو د فوټبال سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ

د کابل پوهنتون محصلانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پنځو پوهنتونونو ترمنځ د جوړو شوو فوټبال سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ. د دې سيالیو پایلوبه د کابل پوهنتون او پولي تخنیک پوهنتون ترمنځ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۳:۲۱
Background image

د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئيس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ د ۱۴۰۴ هـ ش د سرطان په ۳مه، ترسره شوه.

په دې غونډه کې د فوق لیسانس برنامو د مسؤولينو فعالیتونه وستايل. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.