د کابل پوهنتون رییس د محصلینو د ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه
د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند شفیع شریفي او د محصلینو چارو مرستیال پوهنوال فیصل امین یې ملتیا کوله د محصلینو د ازموینې اخیستو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي دکتور اسامه عزیز د دې لیدنې په بهیر کې د پوهنځیو مسوولینو او استادانو ته لارښوونه وکړه، چې د نظم او ډسپلین په راوستو او د ازموینو وړ چاپېریال او همدارنګه د محصلینو لپاره د ازموینو په بهیر کې د اړینو سهولیتونو په برابرولو او د منطقي او معیاري پوښتنو جوړولو ته پاملرنه وکړي. د پوهنتون رییس د ازموینو اخیستو بهیر څخه د جدي نظارت کمېټې په جوړېدو هم تاکید وکړ او پدې برخه کې یې د مسوولینو د هر اړخېزې هڅې غوښتونکی شو.
د کابل پوهنتون د ورځې او شپې محصلینو د ازموینو مهال ویش ته په کتو د ۱۴۰۱ د وري ۱ نېټه پيل او په پام کې ده دا بهیر به تر ۲۱ ورځو پورې دوام ولري.