د کابل پوهنتون رهبرۍ او فارمسي پوهنځي لخوا د پارتیسیپ دفتر ستاینه وشوه
د پارتیسیپ دفتر د کابل پوهنتون سره د ملاتړ له امله چې د فارمسي پوهنځي مینې لب لابراتوار کې د درمل ارزولو آزموینې ترسره کړې دي؛ د کابل پوهنتون او فارمسي پوهنځي لخوا یې ستاینه وشوه.
د پار تیسیپ دفتر مسولینو د کابل پوهنتون رئیس ښاغلی دکتور اسامه عزیز او د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلی آقا محمدژکفر او دیاد پوهنځي د درمل کنترولولو څانګې استادانو ستاینه وکړه.
د یادونې وړ ده؛ چې په ۱۴۰۱هـ ش کال کې د فارمسي پوهنځي په لابراتوارونو کې په ۴ دورو کې د درمل ارزونه ترسره شوه او دهرې دورې ارزونه، درمل غیر معیاري سلنه پیژندل شوې ده.
یاده ارزونه د کابل پوهنتون او پارتیسیپ دفتر ترمنځ د هوکړه لیک په اساس ترسره شوې ده.