د کابل پوهنتون رهبري هیئت د پوهنتون د لړم میاشتې دولسمې نېټې پېښې یو شمېر شهیدانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون او د دوی له کورنیو سره یې غمشریکي وکړه
د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د پوهنتون ریاست مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو او استادانو د روان کال د لړم میاشتې په ۱۵ نېټه د پنجشنبې په ورځ د پوهنتون د لړم میاشتې ۱۲مې نېټې پېښې شهیدانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ. نوموړي پدې مراسمو کې د ګډون تر څنګ د پېښې شهیدانو پاک روح ته دعا، د دوی له محترمو کورنیو سره ولیدل او خواخوږي یې وکړه او د لوی الله ج له درباره یې شهیدانو ته د مغفرت او د دوی محترمو کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه. د افغانستان اسلامي جمهوریت د دې پېښې د شهیدانو کورنیو سره ۱۰۰ زره افغانۍ او د ټپیانو له کورنيو سره یې ۵۰ زره افغانۍ نقدي مرسته استولي وې، چې د دې مرستو ویش په عملي ډول د کابل پوهنتون د رییس له لوري ډول پیل او په پام کې ده د دې پېښې ټولو کورنیو ته به وویشل شي.
کابل پوهنتون په پام کې لري، چې د دې پېښې شهیدانو ته د درناوي په موخه د غمرازي مراسم جوړ، چې وروسته به اعلان شي.