د کابل پوهنتون رهبري شورا غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون رهبرۍ غونډه د روان کال کب میاشتې په ۱۳مه نېټه شنبې په ورځ د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او د علمي برخو آمرینو په موجودیت کې ترسره شوه.
پدې غونډه کې ددغه بنسټ د ۱۴۰۲ هـ ل کال د پسرلني سمسټر په پیلیدو، درسي مهالوېش چمتو کیدو، د استادانو علمي کړنو، د پوهنتون چاپیریال ساتنې او نورو ضروري مسایلو خبرې وشوې او د رهبرۍ له غړو څخه وغوښتل شول، چې اړوند دندو ته دې جدي پاملرنه وکړي او د شپې برنامو د څارنې په برخه کې د په ګډه هڅې او زیار وباسي.