د کابل پوهنتون رهبري او د ایران ازاد اسلامي پوهنتون رهبري هئیت ترمنځ ګډه ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۵:۴۲
ku

د کابل پوهنتون د علمي او محصلینو چارو مرستیالانو او د ایران ازاد اسلامي پوهنتون د نړۍ والې او بهرنیو زده کړیالانو چارو مرستیال، د ایران ازاد اسلامي پوهنتون رییس- د کابل واحد او په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت کلتوري رایزني مل پلاوي او د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو په ګډون د کابل پوهنتون د علمي ناستو په تالار کې ګډه ناسته جوړه شوه.

دا ناسته د ۱۳۹۹ کال د کب میاشتې په ۴ نېټه د دواړو لورو د فرصتونو پېژندنې، امکاناتو او اړتیاوو په موخه جوړه شوې وه، په پیل کې د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین د دې ناستې موخه او اجنډا معرفي کړه او وروسته د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند شفیع شریفي خبرې وکړې او د د برنامې ګډون کوونکو ته یې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د کابل پوهنتون او نړۍ والو بنسټونو په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې د ازاد اسلامي پوهنتون ترمنځ د همغږۍ په جوړېډو خوښي وښوده، د اوسني وخت په انکشاف کې د پوهنتونونو په رسالت او رول څخه یادونه وکړه، تاکید یې وکړ تر څو د دې همغږیو پیاوړتیا، د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د همکاریو روحیه زیاته پیاوړي کړې او د کار موندنې زده کړې څرنګوالي لپاره په ټولنه کې مثبت رول تر سره کوي. پوهاند شریفي هیله وښوده، چې د کابل پوهنتون او د ایران ازاد اسلامي پوهنتون ترمنځ د همکاریو اړیکې د نوي نسل په روزنه کې اغېزمن رول ولري.

وروسته د اسلامي ازاد پوهنتون د نړۍ والو او بهرنیو محصلینو چارو مرستیال دکتور علاء الدین بروجردي پدې ناسته کې خبرې وکړې او د دې ناستې په جوړېدو یې خوښي ښودو ترڅنګ یې د افغانستان او ایران ترمنځ یې تمدني، تاریخي، کلتوري، ژبني او ټولنیزو مشترکاتو ته اشاره وکړه ویې ویل: شته مشترکات د دواړو لورو علمي بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو اړتیا وه او باید دواړه پوهنتونونه د اکاډمیکې لوړوالي او د انساني روزنې غوره والي او په انساني فضایلو مسلطه ګډه برخه واخلو. نوموړي د ازاد اسلامي پوهنتون د امکاناتو او تواناییو په هکله وویل: دا پوهنتون هر ډول همکاریو په ځانګړې توګه د ګډو علمي څېړنو، د ګډو علمي برنامو او ناستو جوړونه، د انلاین ژورنالونو په پیاوړتیا او نورو برخو کې د کابل پوهنتون سره د همکاریو پیاوړتیا ته تیار دی او په کابل او تهران کې یې دې ډول ناستو په دوام تاکید وکړ.

د ازاد اسلامي پوهنتون د کابل څانګې رییس او د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو هم پدې ناسته کې خبرې وکړې او د دواړو بنسټونو ترمنځ د همکاریو او ګډو کارونو په اړه یې خپل لیدلوري او نظریات بیان او د دواړو لورو څخه یې د دې ناستو په دوام او د ګډو برنامو په جوړېدو یې زیات تاکید وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم