د کابل پوهنتون رئیس د بیولوژي پوهنځي د لابراتوارونو له نویو وسایلو څخه لیدنه وکړه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۹:۵۰
22

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز او مرستیالانود بیولوژي پوهنځي له استادانو، محصلینو او له هغو وسایلو، تجهیزاتو او کمیاوي موادو څخه لیدنه وکړه چې پدې وروستیو کې د پوهنتون لخوا د بیولوژي پوهنځي د لابراتوارونو لپاره اخیستل شوي وو.

پدې لیدنه کې دکتور عزیز د یاد پوهنځي د استادانو او محصلینو د نظریاتو او وړاندیزونو اورېدو ترڅنګ د لابراتوار د ځینو وسایلو پېرلو په برخه کې د هغوی له ونډې اخیستو مننه وکړه او له استادانو یې وغوښتل چې د محصلینو عملي کارونو ته پاملرنه وکړي.

همدارنګه د بیولوژي پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو د پوهنتون د رئیس له راتګ څخه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه هغه وسایل، تجهیزات او کمیاوي مواد چې د بیولوژي پوهنځي د لابراتوارونو لپاره د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت لخوا اخیستل شوي د عملي کار په برخه کې یې ډېری ستونزې حل شوې او دوی ژمنه یې وکړه، چې له یادو وسایلو او تجهیزاتو څخه به په ښه توګه استفاده او ساتنه وکړي.

پدې وروستیو کې د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت له طرفه د څه باندې اووه لکه افغانیو په ارزښت نږدې ۹۰ قلمه تجهیزات او کمیاوي مواد د بیولوژي پوهنځي د لابراتوارونو لپاره اخیستل شویدي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۸:۴۹
Background image

د علمي شورا ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز په مشرۍ د علمي شورا غونډه ترسره شوه، په پیلیزه وینا کې د یاد پوهنتون رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د محصلانو په فکري او مسلکي روزنې ټینګار وکړ؛ نوموړي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۹:۳۰
Background image

د فارمسي پوهنځي او د ساینسي علومو نویو استادانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي له لوري د اړوندو ساینسي علومو پوهنځیو نویو جذب شویو استادانو ته د نوې ټکنالوژۍ پر مټ د څېړنو ترسره کولو، د درسي بهیر د لکچرونو ترتیب او په سم ډول وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۹:۱۴
Background image

په کابل پوهنتون کې د "تعلیم الاسلام" ترسره شوې سیالۍ پايله د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د مرکزي پوهنتونونو د رهبرۍ په حضور کې اعلان شوه

د هېواد مرکزي پوهنتونونو په کچه د تعلیم الاسلام رقابتي سیالۍ د نتایجو اعلان غونډې جوړو شویو مراسمو کې  د لوړو زده کړو وزارت رهبري، د چارو ادارې لوی رئیس شيخ انورالحق انور، د مرکزي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې: