د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزرات د څیړنیزو فارمونو او لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه
پدغه لیدنه کې، چې د زراعت پوهنځي رئیس پوهنمل صفی الله جوهر او د کرنې وزارت د خاورې پيژندنې ریاست رئیس انجینر حمیدالله احمدزی او نورو مسؤولینو هم حضور درلود، د بیلابیلو لابراتوارنو او موجوده امکاناتو څخه لیدنه ترسره شوه او د زراعت پوهنځي محصلینو او استادانو د څیړنو او عملي کارونو د تطبیق او دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث ترسره شو.
د یاد وزارت مسؤولینو د هر راز همکارۍ وعده وکړه چې د پخوا په څیر به په مختلفو برخو کې مرستو ته دوام ورکوي. همدارنګه د کرنې پوهنځي رئیس چمتووال وښود چې د ګډې همکارۍ په لړ کې د ځینو څیړنو د ترسره کولو لپاره د پوهنځي له لابراتوارونو څخه استفاده کیدلای شي.
د کابل پوهنتون رئیس یاد مجلس او لیدنه ګټوره وبلله او د ګډو همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه.