د کابل پوهنتون رئيس د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سره وکتل
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د پوهنتون د کرنې پوهنځي د رئیس ښاغلي پوهنمل صفي الله جوهر په ملتيا د کرنې او مالدارۍ وزير ښاغلي مولوي عطاء الله عمري سره د نوموړي په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د لوړو زده کړو وزير شيخ نداء محمد ندیم په لارښوونه ترسره شوه، د هيواد د پوهنتونونو د استادانو او د کرنې وزارت د مسلکي کارمندانو ترمنځ د ګډو څېړنو، په ولايتونو کې د زراعت پوهنځيو او د زراعت وزارت د کرنې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو، د هېواد د خوړو خوندیتوب او ځانبسیاینې په پار د نظرونو شریکولو او همغږۍ په موخه د کابل پوهنتون د استادانو او د زراعت وزارت د متخصصینو ګډې کمېټې پر جوړولو خبرې وشوې.
د کابل پوهنتون رئیس په خپلو څرګندونو کې وويل، چې د هيواد د کرنې او مالدارۍ برخې د لا پياوړتيا لپاره اړينه ده چې په دې برخه کې علمي او عملي فعاليتونه په موازي ډول پرمخ ولاړ شي او دا کار هغه وخت ممکن دی چې د کرنې وزارت او د هيواد د پوهنتونونو د مسلکي اشخاصو ترمنځ هماهنګي رامنځته شي، وخت په وخت د نظرونو د تبادلې لپاره منظمې ناستې وشي، او په دې برخه کې د کابل پوهنتون هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د کرنې او مالدارۍ وزير وويل: زموږ موخې شريکې دي، د هيواد د زراعت په برخه کې د مسلکي اشخاصو نظرونو او مشورو ته اړتيا لرو، زه د کرنې وزارت د مسوول په توګه له لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوم، او د دې لپاره چې دا همکاري لا ښه تنظيم شي نو غوره ده چې د دوه اړخیزو همکاريو هوکړه ليک ولرو».
په دې کتنه کې د کابل پوهنتون او د زراعت وزارت د متخصصینو د ګډې کمېټې پر جوړولو موافقه وشوه چې جزئیات به يې د دواړو وزارتونو ترمنځ په لاسليکېدونکې هوکړه ليک کې ځای په ځای شي.