د کابل پوهنتون د ځمک پېژندنې پوهنځي کې د قران غظیم الشان ختم او د دعا مراسم جوړ شول
د کابل پوهنتون د څمک پېژندنې پوهنځي یو شمېر محصلینو، رییس، استادانو او یو شمېر کارمندانو د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یو شمېر محصلین، چې د لړم میاشتې دولسمې نېټې پېښې کې شهیدان او یو شمېر ټپیان شول، د لړم میاشتې په ۱۷ نېټه د شنبې په ورځ د قرانکریم ختم مراسم جوړ شول.
ګډون کوونکو د دې وحشیانه پېښې د غندنې ترڅنګ یې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو او د کابل پوهنتون له کورنۍ سره خواخوږي او غمشریکي څرګنده او د الله ج له درباره یې د دې پېښې شهیدانو پاک روح ته دعا او د ټپیانو لپاره یې د روغتیا هیله وکړه.
دا مراسم د سهار په ۱۰ بجو د څمک پېژندنې پوهنځي رییس، استادانو، یو شمېر محصلینو او کارمندانو په ګډون د دې پوهنځي په یوه ټولګي کې جوړ شول.