د کابل پوهنتون د ورزشی امریت

د سپورټ امریت د کابل پوهنتون د محصلینو چارو امریت په چوکاټ کې د کابل پوهنتون نجونو او هلکانو ته خپل فعالیتونه او خدمتونه وړاندې کوي.

دا امریت د سپورټ مختلف لوبغالي او تالارونه په دلودو سره په مختلفو سپورټي څانګو کې د نجو او هلکانو لپاره رسمي او مسلکي استادانو تر څنګ افتخاري استادان هم په پام کې لري.

د کابل پوهنتون د سپورت ریاست ژمن دی، چې ورزش ته د ښځینه او نارینه زده کونکو جذبولو لپاره اسانتیاوې برابرې او په ملي او نړیواله کچه د دوی تکړه څېرې وپیژني او وده ورکړي او د کابل پوهنتون او ټولنې په کچه سپورټ بنسټيز کړي.

 خپل مهال ویش ته په کتو د سپورټ مختلفو څانګو ته د محصلینو جذبول، د سیالیو تر سره کول، د نویو ټیمونو جوړول، د منتخبو ټیمونو، میدانونو، تالارونو برابرول او د محصلینو په واک کې ورکوي.

د سپورټ امریت د شته برخو ترڅنګ د نویو رشتو لپاره هم ټیموته جوړوي ترڅو د لوبو مینه وال یې جذب کړي وي، لکه د ازادو سیالیو د ټیم جوړول. همدارنګه هغه ډله محصلین، چې په مسلکي ډول سپورټ پر مخ نه وړي پلان جوړوي، چې په ازاد او انفرادي ډول سپورټ وکړي تر څو یې يو سالم مصروفیت برابر کړی وي.

د سپورټ څانګې په تولییز ډول په دوه برخو ویلش شوي دي؛ ډلییزې او انفرادي.

ډلییزې څانګې لکه کرکټ، والیبال، فوټبال، باسکېټبال او ... .

انفرادي څانګې لکه پهلواني، جیدو، سامبوکرش، جي جیوسو، ووشو، د هلکانو فتنس، د نجونو فتنس او ... .

دا ټولې څانګې په لنډ ډول تشریح کیږي:

فوتبال:

دا څانګه د ذکورو محصلینو په منځ کې زیات مینه وال لري او کابل پوهنتون د فوټبال معیاري میدان لري او د محصلینو په واک کې دی.

دا امریت د دې موضوع په پام کې نیولو سره هر کال خپل پلام ته په کتو د کابل پوهنتون د پوهنځيو ترمنځ د فوټبال سیالي تر سره کوي او د نوي نسل د غوره څېرو او استعدادونو په وده او د تربیت بدني ریاست او د المپیک ملي ریاست ته د لوبغاړو ورپېژندنه او په کابل پوهنتون کې د لوبغاړو په ستاینه ځان مکلف او متعهد ګڼي.                               

والیبال:

والیبال هغه سپورټ دی، چې د هلکانو او نجونو محصلینو ترمنځ ځانګړی ځای لري او د سپورت امریت په ملي کچه د ستنډرډ جمنازیون درلودونکی دی.

د سپورټ امریت په ملي کچه د جمنازیوم د درلودو ترڅنګ د دې څانګې مسلکي استادان هم په واک کې لري او هر کال د والیبال سیالیو په جوړېدو سره د محصلینو له منځه تکړه لوبغاړي ټاکي او د پوهنتون منتخب ټیم ورڅخه جوړیږي.

د پوهنتون منتخب ټیم په اونۍ کې درې ورځې خپل تمرین کوي او ښځینه محصلین هم د والیبال مینه والې دي. د سپورټ امریت د دې څانګې د ښځينه محصلینو ټیم هم جوړ کړی دی او د مهال ویش پر بنسټ  دوی ته هم جمنازیوم برابر او استاد ورته والیبال معرفي او په منظم ډول سره خپل تمرین پر مخ وړي.

نور محصلین او کارکوونکي هم کولای شي مهال ویش ته په کتو د کابل پوهنتون جمنازیوم کې سپورټ وکړي.

باسکټبال:

بسکټبال ځانګړي مینه وال لري، دا څانګه هم د کابل پوهنتون په جمنازیوم کې فعاله ده او د کابل پوهنتون د سپورټ امریت هم پدې څانګه کې مسلکي استاد په واک کې لري. د سپورټ امریت له مهال ویش سره سم ښځینه او نارینه لوبغاړي خپل تمرینونه پکې پر مخ وړي.

کرکټ:

د لوبو دا څانګه هم د محصلینو ترمنځ زیات مینه وال لري او د سپورټ امریت هر کال د کابل پوهنتون د محصلینو ترمنځ د کرکټ سیالي جوړوي او د محصلینو تر منځ د وړ کسانو پېژندنه او د منتخب ټیم جوړول او د پوهنتون په کچه دې لوبې ته وده ورکول خپل مسوولیت ګڼي. سږ کال هم د کابل پوهنتون منتخب ټیم د هیواد د کرکټ اکاډمي ته معرفي شوی، چې په اوونۍ کې درې ورځې تمرینونه ترسره کوي.

فوټسال:

فوټسال هغه څانګه ده، چې د محصلینو، کارمندانو او استادانو په منځ کې خپل مینه وال لري. د کابل پوهنتون د سپورټ امریت د هلکانو او نجونو محصلینو د فوټسال ټیمونه لري او سپورټ امریت مهال ویش ته په کتو په جلا وختونو کې خپل تمرینونه تر سره کوي.

انفرادي څانګې:

جیدو:

جیدو د سپورټ د رزمي څانګو له ډلې څخه ده او د ځانګړو کالیو (قاقمه جیدو) په نوم نومول کیږي. پدې څنګه کې هم کابل پوهنتون خپل منتخب ټیم لري او کلني پلان ته په کتو هر کال د کابل پوهنتون د محصلینو ترمنځ سیالۍ جوړوي او د غوره څېرو پېژندنه، د استعدادونو وده او هغو سیالیو ته یې معرفي کوي، چې د المپیک ملي ادارې له لوري جوړیږي، ترڅو د کابل پوهنتون تر نوم لاندې په سیالیو کې ګډون وکړي.

پهلواني:

پهلواني یوه رزمي څانګه ده، چې خپل ځانګړي مینه وال لري. د سپورت امریت هر کال د دې څانګې سیالۍ جوړوي، تر څو د محصلینو ترمنځ د دې څانګې استعدادونه وپېژني؛ د کابل پوهنتون او هیواد تر نوم لاندې په ملي او نړۍ واله کچه ویاړ وګټي.

طبما:

د لوبو دا څانګه په ۱۳۸۹ کال د سپورټ امریت ویاړلي استاد په واسطه په افغانستان کې رامنځته شوه او په کابل پوهنتون کې یې هم د نجنو او هلکانو ترمنځ خپل مینه وال لري او خپل تمرینونه د سپورټ امریت مهال ویش ته په کتو تر سره کوي. دا سپورټ د افغانستان د لوبغاړو له لوري نورو هیوادونو لکه پاکستان، هند او ایران ته معرفي شوی دی.

بوکس:

بوکس یو رزمي سپورټ دی، چې نجونو او هلکانو محصلینو ترمنځ خپل مینه وال لري. دا څانګه په کابل پوهنتون کې فعاله ده او مهال ویش ته په کتو د کابل پوهنتون منتخب ټیم خپل تمرینونه پرمخ وړي.

ټکوانډو:

دا څانګه هم خپل مینه وال لري او مهال ویش ته په کتو لوبغاړي خپل تمرینونه پرمخ وړي.

د سپورټ امریت د یادو څانګو ترڅنګ د هغو استادانو، کارمندانو، ښځینه او نارینه محصلینو لپاره، چې غواړي سپورټ وکړي پلان لري.

لکه فټنس هغه سپورټ، چې ټول یې کولای شي او د روغتیا لپاره ګټور او یوه مناسبه تفریح ده. د سپورټ امریت د بدن ښکلا تالار په درلودو  کولای شي د ټولو محصلینو او کارمندانو په خدمت کې واوسي او د ټولو لپاره د لوبو زمینه برابره کړي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم