د کابل پوهنتون د نوښت او علمي څېړنو مرستیال معرفي شو

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۲:۵۳
32154

د کابل پوهنتون ریاست او لوړو زده کړو وزارت وړاندیز پر اساس، د ریاست الوزرا لوړ مقام حکم له مخې ښاغلی پوهندوی دکتور حامد سالاري د کابل پوهنتون نوښت او علمي څیړنو مرستیال په توګه و ګمارل شو.

همدارنګه د کابل پوهنتون ریاست وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت لوړ مقام حکم په اساس ښاغلی پوهنوال اسدالله صمدي د کابل پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز(PDC) آمر په توګه، پوهنمل دکتور محمد علي رضایي د فوق لیسانس برنامو آمر په توګه او پوهندوی عبدالرحمن عثماني د استادانو چارو انسجام آمر په توګه و ګمارل شول.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز نوي ګمارل شوي اشخاصو معرفي کړل او هغوی ته یې د غوره خدمت کولو او بریا هیله څرګنده کړه او همدارنګه له مخکنیو آمرینو څخه په اخلاص او پوره ژمنتیا ترسره کړیو خدمتونو له امله ستاینه او مننه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال د کابل پوهنتون د علمي شورا په پیشنهاد او د لوړو زده کړو وزارت او لوړو مقاماتو په منظورۍ، د هېواد په ۲۵ اماراتي پوهنتونو نوکې د څیړنو او نوښت معاونیت رامینځته شول، ترڅو د څیړنو برخه لا پیاوړی شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۳:۳۹
Background image

د کتابتون مدیریت اړوند سمینار ترسره شو

د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون امریت له لوري د پوهنتون د ټولو پوهنځيو د کتابتونونو مسؤولينو ته د «کتابتون مدیریت او  LCC سیسټم سرلیک لیکنه» تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار دایر شو.

په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴
Background image

د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه

په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: