د کابل پوهنتون د مشاورې او رواني درملنې مرکز

د کابل پوهنتون د مشاورې او رواني درملنې مرکز، چې د کابل پوهنتون په شمال لویدیځه برخه او د هلکانو لیلیې شاته پروت دی. د کابل پوهنتون د مشاورې او رواني درملنې مرکز د لوړو زده کړو انکشافي برنامې HEDP ، چې د نړۍ وال بانک له پروژو څخه ده سمبال او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوی دی.

له اداري اړخه د دې مرکز تشکیلات او د بشري ځواک جوړښت د محصلینو امریت او د محصلینو معاونیت تر اثر لاندې دی، ولې کارونه او علمي نظارت یې د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي سره په همغږي کې دی.

د کابل پوهنتون د مشاورې او رواني درملنې مرکز موخې او فعالیتونه په کلي ډول په دې برخو ویشل کیږي:

  1. د کابل پوهنتون د محصلینو لپاره د مشاورې او رواني درملنې خدمتونه، د رواني ستونزو په له منځه وړلو، د تاب راوړولو کچې ته وده ورکول او د محصلینو د ژوند د کچې لوړول وړاندې کوي.

    •  پدې کې تحصیلي، شغلي، د واده او کورنیو ستونزو حل خدمتونه شامل دي؛

    • د تشویشونو درملنه او یا رواني اختلالات (خلقي اختلالات (د پرېشاني ډولونه)، د اضطراب اختلالات)، (ټولنیز اضطراب او د اضطراب نور ډولونه)، د وسواس اختلالات او جبر؛

  2. محصلینو ته د پوهاوي او ظرفیت لوړونې په موخه د ارواپوهنې پدیدو اړوند سمینارونه او ورکشاپونه؛

    • د نشه يي توکو د زیانونو، د موادو په کارولو، جوړښت او رواني تړاو په اړه پوهاوی؛

    • د محصلینو د کړنو کچې لوړوالي او زیاتوالي لپاره د ژوند د مهارتونو برنامې.

  3. د ارواپوهنې پوهنځي څانګو محصلینو ته د مهارتونو زده کول، د عملي کارونو تر سره کول، د مشاورې مهارتونو عملي زده کړه، د مختلفو جلسو جوړول او د مختفلو رواني ډولونو تر سره کول.

د کابل پوهنتون د مشاورې او رواني درملنې مرکز د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د اونۍ په اوږدو کې د سهار له ۸ د مازیګر تر ۵ بجو پورې د محصلینو په خدمت کې ده او په یوه رواني امن چاپېریال کې د راتلونکو محصلینو په خدمت کې ده.

د کابل پوهنتون د مشاورې او رواني درملنې مرکز کې د روانو فعالیتونو لست:

انفرادي مشاوره

 انفرادي مشورې د کابل پوهنتون د مشورې او رواني درملنې مرکز د فعالیتونو لویه برخه جوړوي. په انفرادي مشاوره کې راتلونکی کس (څوک، چې د مرستې تر لاسه کولو لپاره راځي) له یوه متخصص کس (مشاور او ارواپوه) سره په يوه کاملآ امن چاپېریال (اروايي، راز، امنیت ... ) کې خپلې ستونزې شریکوي او د خپلو دردونو، نارحتي او اندېښنو په اړه خبرې کوي او سلاکار د خپلې پوهې او علمي مشاورې د وړتیاوو په لرلو او ارواه پوه په پوره همدردۍ او فعاله توګه یې اوري او خپلو پوښتنو ته دوام ورکوي او هڅه کوي دقیقه مرسته وکړي تر څو شخص خپلې ستونزې په پوره ډول بیان، مرجع تر دې وروسته چې پوهه شي له یو متخصص شخص او کارپوه شخص سره یې ستونزه شریکه کړې ده، چې د هغه موجوده ستونزې په اړه هېڅ ډول قضاوت او وړاندوینه او یا یې د شخصیت په هکله نلري، اړیکه او باور شکل نیسي او مشاور له دې اړیکې څخه په ګټه اخیستنه مراجعه کوونکي ته داسې لارښوونه کوي تر څو نوي مهارتونه زده کړي او په راولاړ شوي مشکل باندې غالب شي.

دلته نوره انفرادي مشاوره پایته رسېدلې ده او راغلی کس نور کولای شي، چې څنګه له روانو ستونزو څخه د باندې شي.

ګروپي مشورې او د درملنې ګروپ

دا ډول مشوره او د درملنې ګروپ د هغو ستونزو لپاره کارول کیږي، چې په ګروپ کې یې تر انفرادي درملنې زیات وي او یا همدارنګه هغه وخت، چې تر سترګو کیږي د یو ډول ستونزې خپرېدل په یوه ټولنه کې زیات دي، پدې صورت کې ګروپي درملنې څخه ګټه پورته کیږي. د بېلګې په توګه د کابل پوهنتون د محصلینو په منځ کې ټولنیز اضطراب، د ازموینې اضطراب او د وسایلو عامې ستونزې شتون لري.

 

 

د مطالعې برنامهReading Club

د دې برنامې اساسي موخه د کتاب لوستنې مهارت لوړول په ځانګړي توګه د علمي کتابتونو او متنونو مطالعه ده او فرعي موخې یې د محصل د مدیریت، رهبري، مسوولیت منلو، د مباحثې وړتیاوو او استدلال لوړول دي.

محصلین کولای شي د مطالعې په کلپونو کې، چې د مشورې مرکز له لوري اعلانیږي ګډون کوي او یا دا، چې یوه ډله محصلین په ګروپي ډول فعالیت کوي، د مرکز د مدیریت لپاره یې د مطالعې د یو کلپ وړاندیز وکړ او د مشورې مرکز پدې برخه کې لازمې همکاري تر سره کوي.

د ارواپوهنې محتوا لرونکي علمي سیمنارونه

د رواني مسایلو، له رواني حالاتو سره د مقابلې طریقه، هیجان، اخلاق او عادت په هلکله پوهاوی هغه برنامې دي، چې د کابل پوهنتون د ټولو پوهنځیو محصلینو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د ژوند مهارتونه Life Skills هغه برنامې دي، چې ټول محصلین پکې ګډون کولای شي او د څو ناستو په لړ کې د ځان پوهنې، د احساساتو مدیریت، د مسئلې حل، جرأت ورکول، نوښت او د اغېزمنو اړیکو په هکله مهم مهارتونه زده کوي.

د مشورې او رواني درملنې ځانګړي ورکشاپونه

دا ځانګړي ورکشاپونه یواځې د مشورې او ارواپوهنې څانګې پورې تړلي دي، پدې برنامه کې د کلینیکي ارواپوهنې او مشورې مسلکي زده کړو باندې تاکید کوي تر څو د دې ډیپارټمنټونو محصلین يې په زده کولو او په عملي مهارتونو د دې زده کړو بدلولو سره د تخصصي تواناییو کچه پورته کوي.

د نظري زده کړو تر څنګ په عملي توګه د محصلینو لپاره د دې مهارتونو اجرايي کولو لپاره زمینه برابروي تر څو له دې پوهې څخه ګټه پورته کړي او له یو بل سره خپلې تجربې شریکې او د یو بل له فیډبک څخه ګټه پورته کړي او د خپلو وړتیاوو کچه پورته کړي.

Case study هم د مشورې او ارواپوهنې ډیپارټمنټونو محصلینو له ځانګړو فعالیتونو څخه دي، چې پدې ډول برنامو کې محصلین د ریښتینې قضیې (د مراجعینو ريښتینې کیسه) ارزونه تجربه کوي او خپل نظرونه شریکوي او یا پوښتنې او ځواب ته مخه کوي.

د مشاورې او اروا پوهنې څانګو محصلینو لپاره یو ځانګړی فعالیت د فلم شننه ده، چې پدې فعالیت کې د ارواپوهنې محتوا لرونکی فلم ټاکل کیږي او د هغې د ارواپوهنې په مختلفو ښکارندو بحث، خبرې او روزنه ترسره کیږي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم