د کابل پوهنتون د فوق لسانس برنامو نوی امر معرفي شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۱:۲۳
معرفی آمر

د روان ۱۴۰۰ د کب په ۸ د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د فوق لسانس برنامو نوی امر د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال او یو شمېر استادانو په حضور کې د یاد امریت کارمندانو ته معرفي شو.

پوهنوال دکتور یارمحمد منګل د کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د عربي څانګې استاد د پوهنتون د علمي چارو مرستیال له لوري د کابل پوهنتون د فوق لسانس برنامو د نوي امر په توګه معرفي شو.

د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي د دکتور منګل د معرفي په غونډه کې د دې برخې د پخواني امر د کارونو څخه د ستاینې ترڅنګ یې دکتور منګل یې د درناوي، نیک صفته، په لوړو زده کړو سمبال او د پوهنتوني معیارونو سره برابر شخص وباله او د نوي مسوولیت د مبارکي ترڅنګ یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه. همدارنګه دکتور منګل د کابل پوهنتون رهبري د باور څخه د مننې ترڅنګ یې هیله وښوده، چې وکولای شي د پوهنتون رهبري او استادانو په همکاري،  ورته سپارل شوی نوی مسوولیت په ښه توګه پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د مرکزي کتابتون لپاره د الکترونيکي سيستم پرانیستنه وشوه

 د عصري ټکنالوژۍ په کارولو سره علمي سرچینو ته د لاسرسي او د محصلینو، استادانو او څېړونکو د اسانتیاوو لپاره د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون لپاره الکترونيکي سيستم جوړ شو. دې سره به. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۲:۲
Background image

د معیاري پروپوزل لیکنې اړوند روزنیز ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو او نوښتونو معاونیت له لوري د پوهنځیو ځوانو استادانو لپاره یو ورځنی روزنیز ورکشاپ دائر شو. د ورکشاپ اصلي موخه دا وه چې ګډونوال وکولی شي، د خپلو څېړنیزو پروژو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۳:۲۵
Background image

د پوهاند دوکتور ودیر صافي د وفات په هکله د کابل پوهنتون د تسلیت پیغام

 

《كُلُّ نَفۡسٖ ذَآئِقَةُ ٱلۡمَوۡتِۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوۡنَ أُجُورَكُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۖ فَمَن زُحۡزِحَ عَنِ ٱلنَّارِ وَأُدۡخِلَ ٱلۡجَنَّةَ فَقَدۡ فَازَۗ وَمَا ٱلۡحَيَوٰةُ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.