د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د بلخ پوهنتون د فارمسي پوهنځي تر منځ د علمی همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د بلخ پوهنتون د فارمسي پوهنځي ترمنځ د همکاریو د پراختیا هوکړه لیک د علمي، اداري، څېړنیزو او نورو اړوندو موضوعاتو په برخه کې لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک لویې موخې، چې د دواړو پوهنځیو د رییسانو له لوري لاسلیک شو، د بلخ پوهنتون د فارمسي پوهنځي د علمي کادر غړو د تواناييو لوړوالی، د ګډو همکاریو په ځانګړي توګه له لرې لارې یا HELMS د تدریس غوره سیسټم د پلي کېدو څرنګوالی، د علمي او هدفمندو څېړنو تر سره کول، د علمي- څېړنیزو ګډو سمینارونو او کنفرانسو جوړول او د دوی په علمي خپرونو کې د دواړو بنسټونو د علمي کادر غړو مقالاتو خپرېدل یې لویې موخې دي.