د کابل پوهنتون د غمشریکی پیغام
هوالباقي، د غمشریکی پیغام کابل پوهنتون
په خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ، چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانۍ مرستیال او سرپرست وزیر، د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد او د خوست د شیخ زاید پوهنتون پخوانۍ رییس ښاغلی پوهاند محمد رسول باوری له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
إنّا لله و انا الیه راجعون.
د کابل پوهنتون رهبري هئیت او د دې علمي بنسټ استادان، اداري کارکوونکي او زده کړیالان د نوموړي له کورنۍ او دوستانو سره خپله ژوره غمشریکي ښيي او د دې عاليقدر وفات اکاډمیکې ټولنې، پوهانو، قلم په لاس او په ځانګړي توګه پوهنتوني کورنۍ او د لوړو زده کړو د برخې کارکوونکو ته لویه ضایعه بولي؛ مرحوم ته د الله ج له درباره مغفرت او کورنۍ ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي.
روح یې ښاد او یاد دې تل وي.پوهاند دکتور محمد عثمان بابری
د کابل پوهنتون رییس