د کابل پوهنتون د علمي مرستیال پیغام

ډېر خوښ یم، چې د کابل پوهنتون د علمي مرستیال په توګه په ګټوره توګه د محصلینو او استادانو په خدمت کې یم تر څو د هغوی زده کړه ییزې اړتیاوې پوره شي. کابل پوهنتون په ۱۳۱۱ کال د طب پوهنځي په جوړېدو سره خپل سفر پیل کړ. د هر کال په تېرېدو سره د نړۍ والې ټولنې په مرسته نوي څانګو او پوهنځيو په جوړېدو سره ښه پرمختګ وکړ. په اوس وخت کې د ۲۲ پوهنځیو او ۱۰۱ څانګو په لرلو سره د ۲۵۰۰۰ په اندازه د محصلینو کوربه، چې د ۸۹۶ تنو وړ او متخصصو استادانو له لوري، چې زیات شمېر یې د نړۍ له غوره پوهنتونونو څخه د ماسټري او دکتورا لري؛ تدریس کوي.

پنځه لویې سټراټیژيکې موخې د تدریسي کیفت لوړوالی، د هیواد ټولنیزو-اقتصادي اړتیاوو ته ځوابویکې، د محصلینو رضایت، په یو مستقل دولتي پوهنتون باندې بدلېدل او کابل پوهنتون له زده کړه ییز محور څخه په یو څېړنیز محور بدلېدل، د علم توليد، د ثروت تولید او کارموندنه زمونږ د پاملرنې په سر کې ځای لري.

په ساینس او تکنالوژي کې د چټک بدلون او د ټولنې د اړتیاوو زیاتوالۍ، مونږ په دومداره توګه خپل تحصیلي نصاب ته بیا کتنه کړې، چې وکولای شي د باکیفیتې زده کړې ضمانت وکړي او زمون هره برنامه نړۍ وال معتبر معیارونه پوره کړي. پدې توګه د ۶۸ لسانس برنامو، ۲۱ ماسټري برنامو او دوه د دکتورا برنامو په جوړېدو او پراختیا بریالي شو. د دې ترڅنګ تر نصاب هخوا یو شمېر فعالیتونه هم تر سره کیږي، چې زمونږ د محصلینو د فزیکي او فکري شکل جوړونې سبب کیږي.

سربیره پردې، کابل پوهنتون په کور د ننه او بهر د کار او بار په برخو کې له حکومت او نورو تحصیلي او څېړنیزو بنسټونو  سره همکاري او شراکتونه رامنځته کړي دي. له ټولنې سره د منفعت او محصلینو سره د مرستې په موخه د ځوانو اندونو، پوهې او وړتیا په خاطر زمونږ متعهد استادانو او کارمندانو هڅې او زما تعهد شتون لري.

د کابل پوهنتون د ټولنې په استازیتوب، زه خپلو محصلینو ته ډاډ ورکوم، چې مونږ تعهد لرو تر څو مونږ ستاسو د موخو ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وکړو او د پوهنتون ټولنه ستاسو په لاسته راوړنو وویاړي.

پوهاند محمد شفیع شریفي

د پوهنتون د علمي چارو مرستیال

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم