د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې د قرانکریم د ختم مراسم جوړ شول
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استادانو، یو شمېر محصلینو او کارمندانو د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځيو محصلین، چې د لړم میاشتې ۱۲ نېټې په برید کې شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول د قرانکریم ختم مراسم یط جوړ کړل او د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو او کابل پوهنتون له کورنۍ سره د غمشریکي او خواخوږي څرګندولو ترڅنګ یې د دې پېښې شهیدانو پاک روح او د ټپیانو روغتیا ته دعا وکړه.
دا مراسم د سهار په ۱۰ بجو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس، استادانو، یو شمېر محصلینو او کارمندانو په ګډون د دې پوهنځي په يوه ټولګي کې جوړ شول.