د کابل پوهنتون د انجینري پوهنځي د ډیزاین او څېړنې نندارتون جوړ شو
د انجینري پوهنځي د مهندسي دیپارتمنت د سمینارونو، ډیزاین او څېړنې نندارتون غونډه د کابل پوهنتون د رئیس، محصلانو چارو د معاونیت سرپرست، د انجینري پوهنځي رئیس، استادانو، د ښار او کور جوړونې وزارت سلاکار ښاغلي انجینر یاسین زي او نورو مېلمنو په ګډون د پوهنتون په نوي اډیټوریم کې تر سره شوه.
پدې غونډه کې لومړی د انجینري پوهنځي د مهندسي دیپارتمنت آمر ښاغلي پوهنمل دکتور سراج الدین شریف زي مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، د سمینارونو، کنفرانسونو او نندارتون په اهمیت یې خبرې وکړې او له محصلینو څخه یې د دا ډول څېړنو او عملي کارونو څخه د ښې استفادې ترسره کولو غوښتنه وکړه.
وروسته د انجینري پوهنځي د مهندسي دیپارتمنت فارغ التحصیل محصلینو په شپږ ګروپونو کې د خپلو څېړنیزو پروژو په اړه، د معیاري کلیو د جوړولو او ډیزان چې ددوی د څېړنو اصلي هدف وو د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د فارغ التحصیل محصلینو د پرزینټشنونو د ارائه څخه وروسته د پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د محصلینو ددې علمي او څېړنیز کار د ترسره کولو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د پوهنتون موخه دغه ډول کارونه دي. نوموړي زیاته کړه چې د کابل پوهنتون رهبري د نظام د بېلابېلو څانګو او شعبو سره د اړیکو جوړولو په هڅه کې ده ترڅو لدې لارې د محصلینو ظرفیتونه لوړ کړي او پدې برخه کې بعضې کارونه ترسره شوی هم دي.
همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس د اسلامي مهندسي په اړه خبرې وکړې او د فارغ التحصیل محصلینو څخه یې وغوښتل چې پخپلو طرحو او ساختماني پروژو کې دغه مساله هم په پام کې ونیسي.
د یادونې وړ ده چې دغه غونډه د پوهنتون د رئیس او نورو میلمنو لخوا د سمینارونو د پوسټرونو او بېلابېلو تحقیقي ډیزاینونو چې د نوي اډیټوریم په صحن کې نصب شوي وو له لیدلو وروسته پای ته ورسېده.