د کابل پوهنتون د ازموینو کمېټې خپل کاري راپور وړاندې کړ

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۵:۳۳
121

د کابل پوهنتون د ازموینو کمېټې د خزاني سمستر د وروستیو ازموینو اړوند خپل کاري راپور د پوهنتون د رئیس په حضور کې وړاندې کړ. د یادې کمېټې غړو د ازموینو پروسه شفافه او مثبته وارزوله او زیاته یې کړه چې دوی شل ورځې په منظمه توګه له ازموینو څخه څارنه او لیدنه تر سره کړې ده.

وروسته د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د ازموینو کمېټې له غړو او همدارنګه د محصلانو چارو معاونیت چې خپلې دندې یې په ښه توګه  تر سره کړې وې مننه وکړه، د ازموینې په اهمیت او ارزښت یې خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې ازموینې د پخوا په پرتله ډېرې روښانه او معیاري شوې دي چې دا د ازموینو کمېټې د غړو د هڅو پایله ده.

په وروستیو کې د کابل پوهنتون د رهبرۍ لخوا د ازموینو کمېټې غړو ته د هغوی د ښو خدمتونو له امله د ستاینلیکونو سندونه ور کړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۲
Background image

په کابل پوهنتون کې د پرمختللې علمي رهبرۍ روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

په کابل پوهنتون کې د روان کال سلواغې په ۱۳ نیټه پنجشنبې په ورځ  پر مختللې علمي رهبرۍ روزنیز  ورکشاپ پای ته ورسید.

د نوموړي ورکشاپ پای ته رسیدو غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د احمد وحید مژده د شهادت څلورم تلین نمانځنه ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د ملي راډیو تلویزیون لخوا په جوړه شوې یاد غونډه کې د هیواد پخواني دیپلومات او شنونکي شهید احمد وحید مژده د شهادت څلورم تلین نمانځنه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۶:۳۴
Background image

په کابل پوهنتون کې د پر مختللې اکاډمیکې رهبرۍ روزنیز ورکشاپ دائر شو

دغه ورکشاپ د روان کال سلواغې میاشتې په لسمه نېټه د پوهنتون مسلکي ودې آمریت (PDC)، لخوا جوړ شوی دی او څلور ورځې به دوام وکړي. په نوموړي ورکشاپ کې د بېلابېلا پوهنځیو رئیسان ګډون لري.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا