د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي کې د قرانکریم ختم او د شهیدانو روح د دعا مراسم جوړ شول
د ادبیاتو پوهنځي یو شمېر محصلینو، استادانو او کارمندانو د دې پوهنځي د رییس په ګډون د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو یو شمېر محصلین، چې د لړم میاشتې ۱۲ نېټې په پېښه شهیدان او ټپیان شول د قرانکریم ختم مراسم ترسره او د شهیداو او ټپیانو له کورنیو او د کابل پوهنتون له کورنۍ سره د خواخوږي او غمشریکي څرګندولو ترڅنګ یې د دې پېښې د شهیدانو روح د خوشالېدو او ټپیانو د روغتیا لپاره دعا وکړه.
دا مراسم د سهار په ۹ بجو د ادبیاتو پوهنځي د رییس، استادانو، یو شمېر محصلینو او کارمندانو په ګډون پدې پوهنځي کې تر سره شول.