د کابل پوهنتون د اداري او رغنیزو چارو د لا سمون او پرمختګ په موخه ناسته تر سره شوه
د کابل پوهنتون له مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د دې معاونیت اړوند آمریتونو سره د پراختیایي او اداري چارو د لا پیاوړتیا په موخه د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې، چې مشري یې د مالي او اداري چارو معاون ښاغلی الحاج حافظ عبیدالله (عبیده) کوله، اړوند آمریتونو د پراختیایي او اداري چارو د پیاوړتیا په موخه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري یې د پر وخت حل ډاډ ورکړل شو.
ویبسایټ:
ټویټر:
https://twitter.com/KabulUnversity?t=
ټیلګرام:
https://t.me/+ku4DKSumk1w5NGY1
فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=61551902522824
واټساپ کانال: