د کابل پوهنتون دکتورا (PhD) برنامو خبرتیا!

tariq_admin
14

د فوق لیسانس ( ماستري او دکتورا) برنامو د کمیسیون (۱۳/۱۲/۱۴۰۱) نیټې پریکړې په اساس د کابل پوهنتون (پښتو او دري) ژبو دکتورا برنامو ګډونوالو لپاره د نوم ثبتولو  او فورم توزیع کولو  پروسه  د روان کال کب میاشتې تر (۳۰) نېتې پورې و غزېده.

شرایط:

د لوړو زده کړو وزارت څخه تائید شوی اړوندې رشتې MPhil))، د ماسترۍ دورې تحصیلي سند لرل.

په یوه نړیواله ژبه پوهیدل.

په نړیواله او ملي معتبرو  ژورنالونو کې د دوه علمي مقالو خپریدل.

د ماسترۍ دورې یا (MPhil) (۷۵) سلنه نومرو لرل.

د زده کړې لپاره مناسب وخت لرل، درسي او څړنیزو برنامو وخت پاملرنه او  ژمنتیا لرل.

اړین اسناد:

د لوړو زده کړو لخوا دتائید شوي ماسترۍ دورې یا MPhil)) ترانسکريپ او دیپلوم  اصل او رنګه کاپي لرل.

د تابعیت تذکیې اصل او کاپي لرل،

4/3 سایز(4) قطعې عکس درلودل.

د نوم ثبتونې فورم قیمت (500) افغانۍ

دنوم ثبتونې ځای:

د کابل پوهنتون داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماستري او دکتورا برنامو آمریت.

وروستۍ خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۴۵
Background image

د ١٤٠٣ش کال د شپې برنامې د جديد الشمولانو د نومليکنې خبرتیا!

کابل پوهنتون ته د ١٤٠٣ش کال په کانکور آزموینه کې د شپې برنامې بریالي شویو قدرمنو محصلینو ته خبر ورکول کيږي چې د نومليکنې لپاره په ټاکلي مهالوېش پوهنتون ته مراجعه وکړي.

د نومليکنې وخت: . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۶
Background image

د ١٤٠٣هـ ش کال شپې برنامې د بریالیو محصلینو د درسونو د پیل خبرتیا!

کابل پوهنتون ته د ١٤٠٣هـ ش کال شپې برنامو کې بریالي شویو قدرمنو محصلینو ته خبر ورکول کيږي چې د میزان میاشتې له ۸مې نېټې څخه خپلو درسونو ته حاضر شي.

شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۹:۹
Background image

د ماسټرۍ برنامو نوم لیکنې خبرتیا!

د ١٤٠٣ش کال ماسټرۍ برنامو کې بریالي شویو قدرمنو محصلینو ته خبر ورکول کيږي چې د نومليکنې لپاره د کابل پوهنتون ته مراجعه وکړي.

د نومليکنې وخت: د سهار له ٨، د مازیګر تر ٦ بجو.

اړین مواد: . . .

Back to announcements

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.