د کابل پوهنتون تر سلو زیاتو محصلینو د څېړنې مېتود او د کاري وړتیاوو روزنیز پروګرام کې زده کړه وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۹:۱۸
pic4

د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څه د پاسه ۷۰ تنه ښځینه او ۳۰ تنه نارینه محصلینو د څېړنې مېتود او د کاري وړتیاوو روزنیز پروګرام، چې د محصلینو د خدمتونو د انسجام آمریت له لوري جوړ شوی وو، زده کړه وکړه.

دغو محصلینو ته د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي معلم احمد، د محصلینو چارو سرپرست مرستیال نواب ګل اتل زی او د پوهنتون د نشراتو آمر ښاغلي رحیم الله ندیم په حضور کې تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال د محصلینو د خدمتونو د انسجام آمریت له دې کار څخه ستاینه وکړه اوهغه یې د محصلینو د وړتیاوو په لوړولو او هڅونه کې ګټور وباله او په پوهنتون کې یې د اسلامي اصولو او آدابو په رعایت تاکید وکړ.

د څېړنې مېتود روزنیز پروګرام د یوې میاشتې لپاره او د کاري وړتیاوو د زده کړې پروګرام د دوه اونیو لپاره په لاره اچول شوی و او په پام کې ده، چې په راتلونکي کې د زده کړیالانو لپاره د محصلینو د خدمتونود انسجام آمریت له لوري ورته برنامې جوړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د حقوقي ستاژ ۱۳پړاو دوهمې تمثیلي محکمې سیالي ترسره شوه

د کابل پوهنتون حقوقي زده کړو ملي مرکز حقوقي ستاژ ۱۳ پړاو دوهمې تمثیلي محکمې سیالي د روان کال د تلې په ۱۱نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه.

په نوموړې محکمه کې د معمول مطابق د قضایي هیئت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۱:۳۸
Background image

له سلو تنو څخه زیاتو محصلینو د څیړنې ترسره کولو چارو، ددندې مهارتونو او کمپیوټر اکسېل پروګرام په برخو کې زده کړې وکړې

نوموړی پروګرام د کابل پوهنتون محصلینو خدماتو انسجام آمریت لخوا ترسره شو، چې پکې ۴۰ تنه د دندې مهارتونو، ۴۵ تنو د څیړنې ترسره کولو چارو او ۴۷ تنو  نورو د کمپیوټر اکسېل پروګرام په برخو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۶:۳۷
Background image

د افغانستان پرځان بسياینې لپاره د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس پېژند غونډه ترسره شوه

د روان کال د تلې په ۹ مه نېټه یک شنبه د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس دوهمه پېژند غونډه؛ چې پام کې ده؛ د روان کال په پای کې د کابل. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم