د کابل پوهنتون برېښنایي زده کړو روزنیزې کمېټې لومړۍ غونډه ترسره شوه
نوموړې غونډه د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت تر رهبرۍ لاندې د روان کال لړم میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره شوه. د غونډې په پیل کې علمي مرستیال د کمېټې غړو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د غونډې اجنډا له هغوی سره شریکه کړه.
په دې غونډه د کمېټې وظایفو لایحو او تشکیلاتي جوړښت په اړه ټینګار وشو، د عملیاتي پلان د بډایه کولو او د تطبیقي پلان چمتو کولو لپاره فرعي کمېټې هم و ټاکل شوې.
د پوهنتون علمي مرستیال په علمي بنسټونو کې بریښنایي زده کړې جدي وبللې، چې د علمي غړو، کارکوونکو او محصلینو د ظرفیت لوړونې او د تضمین کیفیت پروسې غوره والي باعث کیږي.
په کابل پوهنتون کې د بریښنایي زده کړو روزنیزه کمېټه د علمي معاونیت تر نظارت لاندې فعالیت کوي.