د کابل پوهنتون او د نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
د روان کال د دلو میاشتې په ۱۳ د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د فارمسي پوهنځي رییس او د نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسې رییس دکتور میر عتیق الله سادات او د دې موسسې د رهبري هئيت په حضور کې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د علمي، کلتوري او څېړنیزو او د ظرفیت جوړونې زمینې برابرېدو او پدې دواړو بنسټونو کې له شته امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې دوه اړخیزو همکاريو لویه موخه د دواړو بنسټونو د استادانو او محصلینو له لوري د موخییزو او ګډو علمي څېړنو، د ګډو علمي سمینارونو او کنفرانسونو جوړول، د زده کړې په بهیر کې د محصلینو د ښوونې او روزنې په موخه د زده کړیلانو تبادله، د دواړو تحصیلي موسسو د استادانو علمي مقالو خپراوی د دواړو موسسو په علمي مجلو او همدارنګه د عملي کارونو او دواړو بنسټونو د محصلینو لپاره د لنډ مهاله زده کړه ییزو دورو برنامې جوړول د یو بل له امکاناتو څخه ګټه پورته کول دي.
د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسې رییس دکتور میر عتیق الله سادات د هوکړه لیک د لاسلیک په دې غونډه کې، چې د کابل پوهنتون د علمي شورا د ناستو په تالار کې جوړه شوې وه، د دواړو تحصیلي بنسټونو تر منځ د بشري ځواک د پياوړتیا په برخه کې همکاري، د ګډوعلمي او عملي تجربو څخه ګټوره استفاده او په ځانګړې توګه د بنسټونو د پراختیا لپاره د زمینې برابرېدل یې یوه اړتیا وبلله او د دې هوکړه لیک په چوکاټ کې د علمي او څېړنیزو برخو کې ډول_ډول همکاریو په دوام تاکید وکړ.