د کابل پوهنتون او د عامه کتابتونونو ریاست ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
یاده هوکړه د کابل پوهنتون او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتون رياست تر منځ په دې موخه لاسلیک شوه چې د مطالعې فرهنګ ته د ودې ورکولو، د نویو څېړنو او مقالو له لارې د کتابتونونو د بډاینې او د استادانو او محصلینو لپاره د مطالعې او کتابونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.
یاد هوکړه لیک د کابل پوهنتون د علمي څېړنو د مرستیال دوکتور حامد سالاري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابونونو رئیس حافظ نعمت الله منتظر لخوا لاسلیک شو. تمه ده چې دې سره به ځوانانو او په ځانګړي ډول محصلینو لپاره د کتاب لوستنې او څېړنیزو موضوعاتو بشپړولو په برخو کې مزید اسانتیاوې برابرې شي.