د کابل پوهنتون او د ایران هیواد د انساني علومو او فرهنګي مطالعاتو انسټیټوټ ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۶:۵۳
ku

د کابل پوهنتون او د ایران هیواد د انساني علومو او فرهنګي مطالعاتو انسټیټوټ ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د روان کال د سلواغې میاشتې په لومړۍ نېټه د یوې غونډې په لړ کې د کابل پوهنتون رییس، د علمي چارو مرستیال، د محصلینو چارو مرستیال او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس او په غیر رسمي او انلاین ډول د ایران هیواد انساني علومو او فرهنګي مطالعاتو انسټیټوټ رییس دکتور حسین علي قبادي، په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي رایزن غلام حسین شیرزاد مقدم او د دې انسټیټوټ د نړۍ والو اړیکو رییسې مېرمن دکتورې شکوه حسیني په ګډون د دواړو بنسټونو ترمنځ د علمي، فرهنګي، څېړنیزو او په دواړو بنسټونو کې د شته ظرفیت د لوړونې لپاره د زمینې برابرولو په موخه لاسلیک شو.

د دې همکاریو هوکړه لیک لویه موخه د استادانو تبادله، د دواړو بنسټونو د استادانو او محصلینو له لوري د ګډو علمي څېړنو ترسره کول، د کابل پوهنتون لپاره د ژب پيژندنې او ادب پېژندنې په برخه کې د ګډو ماسټري او دکتورا برنامو د زمینې برابرول، د ګډو علمي او څېړنیزو ناستو او غونډو جوړول، د دواړو لورو نړۍ والو علمي مقالو د چاپ زمینې برابرول، د دواړو لورو محصلینو لپاره د تحصیلي بورسیو برابرول او همدارنګه د یو بل له امکاناتو څخه په ګټه اخیستنه د دواړو بنسټونو د محصلینو لپاره د لنډمهاله عملي کارونو او ښونیزو دورو لپاره د زمینې برابرول دي.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د انساني علومو او فرهنګي مطالعاتو د انسټیټوټ رییس دکتور حسین علي قبادي پدې غونډه کې، چې په انلاین ډول جوړه شوې وه، د دواړو هیوادونو تحصیلي بنسټونو ترمنځ د بنسټونو د بشري ظرفیت د لوړولو، د ګډو علمي او عملي تجربو څخه اغېزمنه ګټه په ځانګړې توګه د بنسټونو د پراختیا لپاره د زمینې برابرېدو په لحاظ یې یوه اړتیا وبلله او د دې هوکړه لیک په چوکاټ کې په مختلفو برخو کې د ډول- ډول علمي او څېړنیزو همکاریو په دوام یې تاکید وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: