د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځۍ له لوري د (څېړنې کړنلارې) تر عنوان لاندې درې ورځینی ورکشاپ پیل شو
سه شنبه، رجب المرجب ۲۵ مه، سلواغې ۱۷ مه.
د کابل پوهنتون انجینري پوهنځۍ اړوند د څېړنې کمېټې له لوري تازه پر دنده ټاکل شویو استادانو ته د هغوی ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی ورکشاپ پیل شو، چې د انجینري پوهنځۍ ۳۰ تنه نوي ځوان استادان یې ګډونوال دي. په دې علمي او څېړنیز ورکشاپ کې استادانو ته د څېړنې کړنلاره ښودل کېږي او دې برخه کې یې پر ظرفیت لوړونې کار کېږي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د کابل پوهنتون بېلابېلو پوهنځیوو له لوري استادانو ته د علمي ظرفیت لوړونې په موخه ورکشاپونه پر لاره اچول شوي وو چې لا هم دا لړۍ دوام لري.
د کابل پوهنتون نشراتو آمریت